دوهم څار:د فارياب په بريد کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۱ ټپيان دي
ميمنه (عزم، چهارشنبه،٣١ چنګاښ ٩٤) د فارياب په المار ولسوالۍ کې د سرتيري بريد له امله چې نن له غرمې مخکې ترسره شو ١٧ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي،دغه بريد د المار ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شو.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد مسعود يعقوبي رسنيو ته وويل چې په دې پېښه کې ١٧ کسان وژل شوي او ٣١ نور ټپيان دي، هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې يو پوليس او نور ټول ملکي وګړي دي.
خو بل لور ته د ملي امنيت آمر بشریار پرواني وايي، د برید هدف پولیس و، خو د ده په وینا د لومړنیو رپوټونو له مخې، په ټپیانو کې ۳ یې پولیس دي، خو نوموړي ونه ویل، چې وژل شوي پولیس دي او که عام وګړي.
خو په ميمنه کې د افغان – ترک روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر احسان الله وايي، ټول ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې د ملکي کسانو تر څنګ د ملي امنيت، ملي پوليسو او سرحدي پوليسو منسوبين هم په کې شامل دي.
هغه وويل چې په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او د ١٠ ټپيانو روغتيايي حالت يې نازک وښود.
په روغتون کې د ټپيانو له ډلې د سرحدي پوليسو د کشف امر عبدالمبين وويل: “موږ د المار قره غويلي په سيمه کې د جګړې په ډګر کې وو چې خبر راکړل شو چې د المار مرکز ته بريدګر راغلى، کله چې د کشف لپاره راغلو، سرتيری بريد رامنځ ته شو.”
دغه افسر چې په پښه، ملا او لاس ټپي شوی و وايي چې په دې چاودنه کې د المار د ملي امنيت مدير غلام سخي کوهي هم ژوبل شوى دى.
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن رضا رضا وايي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو د ضربتي قطعې يو سرتېرى هم وژل شوى او دوه نور سرتېري ټپيان دي.
د ملي امنيت يو ټپي کارمند په روغتون کې وويل: “موږ له بريد څخه خبر وو او شکمن ځايونه مو له ګډو ځواکونو سره ليدل چې يو تن راغى او زموږ په منځ کې يې ځان والوځاوه.
امنيتي چارواکو د دغه بريد پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه واچوله، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، تېره اونې هم د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د کابلبانک مخې ته يوه چاودنه وشوه چې د دريو پوليسو په ګډون ٢٤ کسان په کې ټپيان شول.
په هېواد کې په وروستيو ناامنيو کې فارياب ولايت هم د نا امنۍ ښکار شوی چې اوس ډېرې هغه سېمې چې پخوا د دولت تر کنترول لاندې وې اوس د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.
عبداللطيف نظيف