دلندن په يوه پوهنتون کې د قرانکريم لرغونې نسخه موندل شوې
لندن(عزم، چهارشنبه،٣١ چنګاښ ٩٤)د برتانيا د برمنګم د پوهنتون په کتابتون کې د قرانکريم يوه پخوانۍ تاريخي نسخه ترلاسه شوې.
د پوهنتون مسؤلينو ويلي چې له څېړنو مالومه شوه چې دغه نسخه نږدې ۱۳۷۰ کاله پخوا ليکل شوې او شاوخوا يوه پېړۍ پخوا ددغه پوهنتون په کتابتون کې کېښودل شوې ده.
د پوهنتون يوه اسلام او عيسويت يوه پروفيسر (ډيوډ تامس) ويلي چې دغه قرانکريم د عربي ژبې په حجازي خط چې هغه مهال په عربو کې دود و ليکل شوی دی. نوموړي وويل چې د حجازي بڼې له کتابت څخه څرګنديږي چې د قرانکریم دغه نسخه ډېره پخوانۍ ده.
په کتابتون کې دغه نسخه د منځني ختيځ له ځينو کتابونو او اسنادو سره يوځای ايښې وه خو چاپېژندلې نه وه چې اوس په دغه پوهنتون کې د دوکتورا يو محصل ولېدله او ويې پيژندله چې د قرانکريم نسخه ده .
د برتانوۍ ورځپاڼې ټيلي ګراف په وينا څېړنې ښيي چې دغه نسخه په ۶۴۵ ميلادي کالونو په شاوخوا زمانه کې ليکل شوې ده.
دپوهنتون مرستيالې سوزن وورل ويلي چې مونږ ته ددغې خبرې په اړه هېڅ مالومات نه و چې زمونږ د پوهنتون په کتابتون کې قرانکريم موجود دی خو اوس چې مالومه شوه مونږ ډېر خوشال يو چې د قرانکريم دغه تاريخي نسخه دلته موجوده ده.
د تاريخي اثارو ماهر ډاکټر محمد عیسی ويلي چې دا د برتانيې د اثارو په تاریخ کې لويه لاسته راوړنه ده او په پيدا کېدو به يې د برتانيې مسلمانان هم ډېر خوشال شي.
د برمنګم مسلمانانو د قرآنکريم د نسخې په پيدا کېدو خوښې څرګنده کړې او د پوهنتون مسؤلينو څخه يې غوښتي چې ډېر زر دغه نسخه په برتانيا کې د عامو مسلمانانو نندارې ته وړاندې کړي.
عبداللطیف نظيف