د کرکټ ملي لوبډله سبا له پاپونيو ګيني سره لوبه كوي

kirkit-a

کابل (عزم: چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ۹۴)  ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اوريز نړيوال جام  د غوراوي  په سياليو کې له پاپو نيو ګيني سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دا لوبه به سبا د زمري په لومړۍ نېټه  د پنجشنبې په ورځ د کابل په وخت له غرمې وروسته يوه نيمه بجه پيلېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د هانګ کانګ له لوبډلې ماتې وخوړه.

خو له متحده عربي اماراتو او هالنډ سره په لوبو کې افغانستان بری ترلاسه کړی و.

له هانګ کانګ څخه د ماتې خوړلو له امله افغانستان د نيمه پايلوبې له لوبولو پاتې شو، خو د ۲۰۱۶ کال نړيوال جام ته د ورتګ يو بل چانس هم لري.

اوس بايد افغانستان د سبا ورځې لوبه وګټي، ترڅو نړيوال جام ته لاره ومومي.

عبداللطیف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button