حزبيان + ګډ حکومت + سي آی اې ( CIA ) له داعش سره په نا اعلان شوي ائتلاف کې :

ليکوال ـ نور ريښتيا پال
څو ورځې دمخه د شهادت په ويب پاڼه کې چې د حزب اسلامي حکمتيار له لوري چليږي ، په افغانستان کې د بيلابيلو ډلو په اړه د حزب اسلامي نوې تګلاره اعلان شوه .
په دې تګلاره کې حزبيانو طالبان هغه جانب بللی ؤ چې حزبيان خپل لومړني دښمنان ګڼي او طالبان يې خپل قسم خوړلي دښمنان معرفي کړي ؤ.
او خپلو پلويانو ته يې امر کړی ؤ چې که د طالبانو او داعشيانو تر منځ جګړه وي دوی دې د داعشيانو ملاتړ وکړي.
د حزبيانو په دغه تګلاره باندې په ټولنيزو شبکو کې سختې نيوکې وشوې ، او سخته وغندل شوه.
سره له دې چې له دغه نيوکو او غندنو وروسته حزبيان له خپلې تګلارې څخه ظاهراً شاته شول خو د کره او باوري سرچينو د معلوماتو له مخې د حزبيانو دغه تګلاره کومه هوايي تګلاره نه وه ، بلکه دا د دوی د اجرائيه شوری په پريکړه او د حکمتيار په منظوری له څو مياشتو راپديخوا تر کار لاندې ده او له بيلابيلو کورنيو او بهرنيو خواؤ سره په دې اړه ګډ کار شوی او د عملي کولو لپاره يې پلانونه ترتيب شوي دي.
څرنګه چې شمالي ټلواله له داعشيانو څخه ويره لري ، له همدې امله ( CIA ) د اشرف غني د امنيتي ټيم په وساطت له حزبيانو سره داسې ګډ کار پيل کړی چې د پاکستان سرحد ته نيږدې په ځينو ستراتيژيکو سيمو کې د حزبيانو په مرسته د طالبانو په ضد عمليات پيل کړي ، تر څو طالبان له دغه سيمو وباسي او داعشيانو ته يا د داعش په نامه خپلو افرادو او اربکيانو ته د فعاليت زمينه مساعده کړي او دغه سيمې په لاس ورکړي.
په دغه پلان کې ( CIA ) ځينې د اوږدې مودې پټې ګټې هم لري ، او دا هغه ګټې دي چې په هر ځای کې دوی ورته داعش په غير مستقيم ډول کاروي.
خو ظاهراً دغه پلان له دې امله طرحه شوی چې دغه سيمې پلازمينې کابل ته ډيرې نيږدې دي ، د ګډ حکومت امنيتي ځواکونه دا توان نلري چې له طالبانو څخه دغه سيمې ونيسي او که طالبان دلته تقويه شي نو پلازمينه کابل په آساني تهديدولای شي.
حزبيانو ته دغه پلان بيا ځکه جالب دی چې له يوې خوا دغه سيمې د دوی د پخواني نفوذ سيمې دي او غواړي دلته بيا خپلې منګولې خښې کړي او له بلې خوا نيت لري له طالبانو څخه غچ او کسات واخلي او کمزوري يې کړي.
د دغه پلان له مخې حزبيانو ته د ګډ حکومت په امنيت شوری کې برخه ورکړل شوه ، او قطب الدين هلال ته يې پکې غړيتوب ورکړ.
د ملي امنيت اوسنی عمومي رئيس جنرال رحمت الله نبيل چې اصلاً حزبی دی په خپله دنده پريښودل شو.
د پکتيا پخوانی والي جمعه خان همدرد چې د حکمتيار له ډيرو نيږدې کسانو څخه دی ، اشرف غني خپل امنيتي سلاکار وټاکه .
معصوم ستانکزی چې اصلاً خلقی دی خو له حزب سره نيږدې اړيکې لري او کله چې د مجاهدينو له لوري د خوست د فتحې پر مهال په خوست کې نيول کيده په جيب کې يې د حزب کارت ؤ او حزب ته تسليم شو ، نوموړی د دفاع وزارت لپاره معرفي شو او تر اوسه يې سرپرستي په غاړه ده .
همدغه راز اکرم خپلواک چې يو حزبی دی او همايون جرير چې د ښاغلي حکمتيار زوم دی هم په مهمو برخو کې د اشرف غني د سلاکارانو په توګه وټاکل شول.
پلان داسې دی چې د لوګر ولايت په محمدآغه ، خوشي ، او ازره ولسواليو ، د ننګرهار په حصارک او د کابل ولايت په سروبي او خاک جبار ولسواليو کې به امريکايان او د ګډ حکومت امنيتي ځواکونه د حزبيانو د ځينو محلي پخوانيو قوماندانانو په استخباراتي همکاري عمليات پيلوي.
په دغو ساحو کې به له موجود پټو داعشيانو سره د حزبيانو له لوري ارتباطات ټينګيږي او په دغه ساحو کې د حزب ځينې کسان چې اوس اربکيان دي ، او ځينې نور پلويان به يې هم تيار منظميږي او وسله به پرې تقسيميږي.
داعشيانو ته به هم وسلې او پیسې ورکول کيږي. کله چې حکومت عمليات وکړي او په دې وتوانيږي چې طالبان له سيمې څخه وباسي نو بيا به دې ته زمينه مساعديږي چې دغه پټ داعشيان ، د حزب اربکيان او د حزب ځينې نور محلي پلويان د داعش بيرغونه پورته کړي او د طالبانو په ضد له يوه نوي جعلي سنګره وجنګيږی.
د دوی په زعم که چيرې په دغه سيمو کې د دوی پښې ټينګې شوې نو بيا به په يو مناسب وخت کې داعش ته هم ځواب ورکړي او له حکومت سره به يوزای والی اعلان کړي.
د دې پلان د اجرا لپاره حزبيانو ته د ګډ حکومت له لوري لوګر ولايت پست هم ورکړای شوی او حليم فدايي چې يوحزبی ، د ( CIA ) يو پوخ جاسوس او د ډيرو طالبانو په وينو يې لاسونه سره دي د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی.
د لوګر ولايت د خوښي ولسوالي هم عبدالحميد ته چې يو حزبی دی ورکول شوې.
همدغه راز د حزب ځينې نور غړي لکه حاجي حيات الله د لوګر ولايت د ازرې اوسيدونکی ، حشمت د لوګر ولايت د محمد اغی ولسوالۍ اوسيدونکی ،او ضابط ضيا د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ اوسيدونکی هم د دغه پلان له نورو فعالو اجرا کونکو څخه دي.
حشمت د داعشيانو او حزبيانو تر منځ ، او د داعشيانو او امنيت ملي تر منځ د روابطو د ټينګولودنده پر غاړه لري او داعشيانو ته مرستې رسوي.
د ننګرهار په حصارک او د کابل په سروبي او خاکجبار سيمو کې هم ډير حزبيان د دې پلان د اجرا لپاره کار کوي.
د يوې بلې باوري امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې حنيف اتمر چې يو خلقی دی ، له حزب سره خواخوږي لري ، حزب ته ډير نيږدې دی ، او له شوری نظار سره سخت حساسيت لري د دغه پلان اصلي طراح دی.
سرچينه زياتوي حنيف اتمر ته شوری نظار او ټوله شمالي ټلواله د يو ډير خطرناک شخص په سترګه ګوري او د پاکستان له ( ISI ) سره وروستی امنيتي تړون هم د حنيف اتمر ابتکار بولي او ادعا کوي چې حنيف اتمر د حزبيانو په همکاری د پاکستان سره دې تړون ته زمينه مساعده کړه او متقابلاً حنيف اتمر حزبيانو ته د ګډ حکومت په امنيتي ټيم کې غوښنه برخه ورکړه او په ډيرو پوستونو يې ونازول.
د نظامي او استخباراتي چارو د شنونکو له نظره حزبيان دومره وس نلري چې د خپل پخواني نفوذ په سيمو کې طالبان وننګوي او نه دومره توان لري څومره چې حکومت حساب پرې کوي.
خو په کابل کې ميشت حزبيان د سياسي او مادي امتيازاتو په لاسته راوړلو کې ډير ماهر او ډيره تجربه لري.
دغه شنونکي زياتوي چې د امريکايانو او ګډ حکومت مثال داسې دی لکه يو اوبو اخيستی چې ځګ ته هم لاس اچوي.
سربيره پر دې دغه پلان د برياليتوب چانس له دې امله هم کم دی چې له غلو نه دې ډکې داعشي مفکورې د منلو لپاره افغانان نه ذهناً تيار دي او نه به تيار شي.
او طالبان هم په دغو سيمو کې چې سختې غرنۍ سيمې دي ، ډير قوت لري او د سيمې اولسونه ورسره ملګري دي.

______________

  • عزم له هیڅ سیاسي ډلې  یا تنظیم سره تړاو نلري .
  • په عزم خپریدونکې مطالب د لیکوالو خپل نظریات دي د ادارې د موقف نمایندګي نه کوي .
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button