کندهاري مالداران: وچکالۍ له څارویو خلاص کړو

عزم( سه شنبه، د زمري ۳۱مه، ۱۹۰۲): د کندهار ولایت ځایي مالداران ګیله کوي چې وروستۍ وچکالۍ یې پر ژوند بده اغېزه کړې. کندهار مېشتي کوچیان او مالداران وایي چې اوس ان د څښاک پاکې اوبه هم نه شي موندلی.
د دوی په وینا د ګټې وټې یوه لاره د څاریو ساتنه، پالنه او د هغوی د محصولاتو پلور ورپاتې وه، خو په هیواد کې د وروستیو وچکالیو له کبله نه شي کولی چې آن څاروي وساتي.
دوی وایي چې پر پردو ځمکو اوسي، خلک یې پر خپلو مېنو نه پرېږدي او تبعیضي چلند ورسره کیږي.
یاد کوچیان له افغان دولت غواړي چې په افغانستان کې د مېشتو نورو قومونو په څېر دې د دوی حقوق هم ورکړل شي. دوی وایي چې دولت دې ورته روغتونونه، ښوونځي او د کاروبار لارې ولټوي.
له بلې خوا د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصلح الدین وایي چې دوی د کوچیانو ژوند ته متوجې دي او حقوق یې وراعاده کوي. د ښاغلي ویاند په خبره چې په زیاتو ځایونو کې یې کوچیانو ته هغه ځمکه بېرته وروګرځولي چې له دوی څخه په زور نیول شوې وې.
همداشان ویاند ويلي چې دوی له کوچیانو سره په مالدارۍ برخه کې هم لازمه همکاري کړې. د نوموړي په اند چې د ځمک ګرځوونې له کمېسیون سره په ګډه کار کوي چې د کوچیانو هغه څړځایونه بېرته دوی ته ورکول شي چې له دوی څخه پخوا نیول شوي وو.
د یادونې وړ ده چې ورستیو وچکالیو یوازې د کوچیانو او مالدارانو ژوند نه، بلکې د ډېرو افغانانو او کروندګرو ژوند ورتریخ کړی.