د امریکې ولسمشر کم عقل، دروغجن او جنګ غوښتونکی دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د امریکې د ولسمشر وینا سپکه وبلله او ویې ویل: ډونلډ ټرمپ کم عقل، دروغجن او جنګ غوښتونکی دی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي د تهران د دې جمعې د لمانځه په خطبو کښې زیاته کړه: د ټرمپ غیرډیپلماټیکې څرګندونې د امریکې د عصبانیت او ځانله پاتې کیدو ښودونکې دي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب په سیمه کښې د امریکې د پلانونو ماتې ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت د مقاومت ځواکونو او روسیې په دې وروستیو میاشتو کښې په سیمه کښې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د ملاتړوړ تهرګرو ډلو ته سخت ګوذارونه ورکړي دي.
حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي داعش، القاعده طالبانو او نورې ترهګرې ډلې د امریکې او سعودي عربستان اولادونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې امریکا او عربستان د خپلو خلکو له پیسو څخه میلیونونه ډالر د ترهګرو ډلو په جوړولو او سنبالولو لګوي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ د کمزورو خلکو لپاره یو انقلاب وباله او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له ترهګرو سره په جنګ کښې تل د عراق او سوریې ملاتړ وکړي.
هغه همداشان د محرم یا امامانو د میاشتې د رارسیدو په وجه د تسلیت په ویلو سره څرګنده کړه: امام حسین علیه السلام د خپلې زمانې د طاغوت او استکبار له نظام سره د مقابلې لپاره پاڅون وکړ.