اسلامي امارت: د تاجکستاني ولسمشر اندېښنې بې ځایه دي

عزم(جمعه، وږي ۳۱مه، ۱۴۰۲): اسلامي امارت د نشه یي توکو د زیاتېدو په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې رد کړي دي. اسلامي امارت د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان هغه وینا بې بنسټه وبلله چې ګوندې له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق په ډېرېدو دی.
د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان وړمه ورځ چهارشنبه د ملګرو ملتونو په کلنۍ وینا کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې له افغانستان څخه په دې وروستیو کې قاچاق په بې ساري ډول زیات شوی دی.
د نوموړي په وینا، د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پولې له لسو ټنو ډېر نشه یي توکي کشف او نیولي دي.
ده د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې زیاته کړې:(( په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې د نشه یي توکو قاچاق د تېر په پرتله څو برابره شوی.)) دده له انده چې په همدې تېرو دوو کلونو کې یې لس ټنه نشه یي توکو د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله نیولي دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تاجکستان د ولسمشر دا څرګندونې ردوي او وایي، چې د اسلامي امارت له راتلو سره له نشه یي توکو سره سخته مبارزه شوې او بهر ته د نشه یي توکو د قاچاق بشپړه مخه نیول شوې ده.
ورته مهال د نړیوال امنیت شنونکي وايي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بریالۍ وه، خو د دې پدیدې د بشپړې له منځه وړلو لپاره سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button