شینګ: چین هڅه کوي په لویو اقتصادي پروژو کې افغانستان هم شامل کړي

عزم(جمعه، وږي ۳۱مه، ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شينګ د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په ناسته کې ویلي چې چين غواړي په لويو اقتصادي پروژو کې افغانستان شامل کړي.
سفیر شینګ، د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره پرون پنجشنبه په ارګ کې کتلي.
حنفي، جاو شينګ ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې څرګندوله چې په افغانستان کې د نوموړي ماموريت به د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا کې اغېزمن ثابت شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې چې چین او افغانستان ګډ اوږد تاریخ لري او له افغان دولت سره یې د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلي او اسلامي امارت د ورته ښو اړیکو تمه کوي.
ښاغلي حنفي وړاندې ویل چې اسلامي امارت د واحد چین ننګه کوي، د چين يو کمربند – يوه لار پروژه تاييدوي او هڅه کوي چې افغانستان هم له بېلابېلو دهلیزونو له لارې له دې پروژو سره ونښلي.
سفیر ویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان په بېلابېلو برخو کې پوره پرمختګ کړی. ښاغلي شینګ همداشان د افغانستان د سرتاسري امنیت ستاینه کوله او ویل چې پیکینګ به له کابل سره د نه لاسوهنې او یوه بل ته د متقابل درناوي د پالیسۍ له مخې مخکې ځي.
ده زیاتوله چې افغانستان د سولې او ټیکاو پلوي دي، له اسلامي امارت سره په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو او هڅه کوي چې افغانستان هم په لویو اقتصادي پروژو کې له ځان سره ګډ کړي.