د سعودي ولیعهد: له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کېدو ته نږدې شوي یو
عزم: (جمعه، د وږي ۳۱مه، ۱۴۰۲): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي چې له اسرایئلو سره د عادي اړیکو پیل ته نږدې شوي دي.
نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د فلسطین د مسئلې حل له اسرائیلو سره د روغې جوړې مهمه برخه ده.
هغه ویلي، د سعودي عربستان لپاره فلسطین مهمه مسله ده او اړتیا ده چې دا ستونزه نوره حل شي.
سلمان څرګنده کړې: «تراوسه په دې برخه کې خبرې په ښه ډول روانې دي.»
د سعودي ولیعهد له ایران سره د اړیکو په اړه هم څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې که ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، نو په کار ده چې سعودي عربستان هم دا ډول وسلې ولري.
په دې اړه د یو شمېر رسنیو د راپورونو له خپرېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د سعودي ولیعهد له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه داسې څرګندونې کوي.