پوتین: د افغانستان د اوسني وضعیت پړه د امریکا پرغاړه ده؛ اوس یې باید کنګل شوې شتمني ژر ورکړي
پوتین له افغانستان د ځواکونو د ایستلو په تړاو د جوبایډن پریکړه وستایله ،خو ویې ویل چې امریکا باید د افغانانو کنګل شوې شتمني ورخوشې کړي ،څو هلته د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي.

عزم :۱۴۰۰ تله ۳۰
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یوې خبري ناستې ته ویلي چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسؤلیت د امریکا په ګډون د هغو هیوادونو پر غاړه ده ،چې ۲۰ کاله یې هلته خونړۍ جګړې وکړې .
نوموړي وویل: «سره له دې چې د د روسیې او چین په ګډون د شانګهای سازمان غړي هیوادونه هم باید د مرستو لاس یوسي،خو د افغانستان د روان خونړي وضعیت مسؤلیت تر ډیره هغوی ته ورګرځي چې هلته شل کاله وجنګیدل»
پوتین له افغانستان د ځواکونو د ایستلو په تړاو د جوبایډن پریکړه وستایله ،خو ویې ویل چې امریکا باید د افغانانو کنګل شوې شتمني ورخوشې کړي ،څو هلته د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي.
هغه پر نړیوالو غږ وکړ چې باید اوس د افغانستان په بیارغونه باندې فکر وکړي ،هلته اقتصادي پانګونې وکړي او د یاد هیواد د رغولو لپاره مټې راونغاړي.
روسي ولسمشر په افغانستان کې د داعش ډله یو ګواښ وباله ،خو وایي چې طالبانو یې په کلکه مخه نیولې او هڅه کوي له یادې افراطي ډلې ځان خلاص کړي.