د سيرت له درېڅې؛ د سقیا جومات!

دا سپينه ګنبده او تور ډبرين جومات چي په عنبريه کې د عثماني دورې د (حجاز اورګاډي تم ځای) د ديوالونو په احاطه کې ښکاري په ليدلو يې د هر چا ذهن ته دا خبره راځي چي دا جومات څه وخت د چا له خوا او ولي رغول شوی؟
څه کيسه او کوم تاريخي حيثيت لري؟
او داسي نورې سواليې!!
په نبوي سيرت پوري تړلي ټول تاريخي ځايونه بيا هله لا ډير په زړه پوري شي چي پوه شو په د نبوي عصر کومې کيسې ورپورې تړلې او کومه کيسه دلته پېښه شوې!
د همدې مسجد پر موقعيت رسول الله صلی الله عليه وسلم دريدلی استراحت يې کړی، همدلته يې لمونځ کړی او د مدينې منورې لپاره يې د خير او برکت مشهوره دعا کړې، په همدې موقعيت کې د بدر د غزا لپاره د اسلام لښکر راجمع شو مخکې تر دې چي د بدر ميدان ته ولاړ شي د صفوفو تنظيم او تجهيز همدلته تر سره شو، ماشومان صحابه رضي الله عنهم چي غوښتل يې د بدر په غزا کې ګډون وکړي همدلته د عمر د کمښت له کبله بيرته راوګرځول شول.
دا جومات چې پر کومه ځمکه ودان شوی د سيدنا سعد بن ابى وقاص رضي الله عنه ملکيت وو په دې ځمکه کې يو کوهی وو چي خوږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم يې اوبه څښلې دي. دغه د سپينې ګنبدې جومات نوم مسجد سقيا دی.

حمدالله فطرت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button