في الحال له هر ډول شخړو په کلکه ځان ساتنه په کار ده!

مولوي فاروق غلجی

څو ورځې وړاندې دســپین بولدک او پکتیا ډنډ پټان پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکســتاني ځواکونو ترمنځ د وســله والو نښــتو خواشینونکي رپوټونــه خپاره شــول. طبیعي ده چــې له دې ډول پېښــو سره د دووګاونډیــو هېوادونو پر اړیکو خامخا نــاوړه اغېز پرېوځي. په تېره بیا چې کرښــه هم لانجمنه، غاصبانــه، دوه نیم زره کیلو متره اوږده او بیا د دواړو ولســونو ترمنځ ګڼې تاریخي، دینی، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزي اړیکې هم شتون ولري. تردې ورها خوا کله چې بیا یو لوری زموږ په شان څلور څلوېښت کلنو جګړو هم داســې ځپلی وی چې ټوله نړۍ یې د خېټې مړولو لپاره بســپنې ورته راغونډ وي! البته موږ داهم منو چې پاکســتاني عســکرو به لس ګونه ځله تېری او نــاوړه پاروونکې چارې ترسره کــړې وي، خــو داچې زموږ مجبــوري اوکمزوري ده نــو پرته له زغمــه بله هیڅ چــاره یې نه را معلومیــږي. حقیقت دادی چې ان د افغان حکومت د بنســټ اېښودونکي احمد شــاه بابا له زمانې رانیولې بیا تراوســه دوه ســوه اویا کلونو کې مــوږ هیڅکله هم د هېواد په ځان بســیاینه کې نه یو بریالی شــوي. بلکې زیاتره وخت مو یرغلګرو سره پــه مقابله او مدافعه کــې لګېدلی او داهم ځکه چــې موږ خپل کور نــه دی جوړکړی، خپل خلک مونه دي بســیا کړي او د یو داســې نظام پرجوړولو مو کارنه دی کړی چې بشــپړ ولسې ملاتړ ولــري. او له ولسي ملاتړه هم پــه دې خاطر محروم پاتې شــوي یو چې سیاســتوالو به یاد لیربالیزم پردی نا آشــنا رسم و رواج پرخلکــو تحمیلولــو او یا به یې له دینــی پلوه خلکو سره توند او ســخت ګیرچلند کاوو. تردې چــې همدغه ظالمانه، تنګ نظره او زور واکی چلند به د ځینو اشــخاصو د نارضایي لامل او د پردیو یرغلګرو د راتلو ســبب شو. موږ همدغه ټکي پاتې راوستلي او پــه ذلت او خوارۍ اخته کړي یــو. مطلب کله چې ظاهرخان د انګریزي ځواکونو تروتلو وروســته پښتني ســیمو کې د پاکستانۍ جنډې درېدل او پنجابي عســکرو دېره کېدل په رڼو ســترګو لیدل اوزغمل، نو ښکاره ده چې ځان به یې کمزوری او مجبور ګاڼه، نن مــوږ ترهغه لازیات مجبور او در په دره یو. تردې … چې دادی په نړۍ کې مو نه د ملګرتیا او راشــه درشــې څوک شته او نه درسمي راکــړې ورکړې، بلکــې لا زیاتره بــدرد هم را پســې وایــي او بندیزونه هم را باندې لګوي. په دې اســاس موږ ته لازمه ده چې خپل موجوده وضعیت په ښــه ډول درک او پــه هیڅ صورت داســې کوم پارونکي یــا انتقام اخیســتونکي عمل ته
اجــازه ورنه کړو چې پایله یې د لاروبندېدل،ســوداګري خرابېدل او د بې وزله عوامو ســتونزې زیاتېــدل وي. زموږ د مشرانو باید همېشــه دې ټکي ته پام وي
چــې د نن زمانې ډېر زورور او پیاوړي حکومتونه هــم ان د خپلو ناروا یرغلونو او تېریــو لپاره څــه ناڅه ظاهري پلمــې او روایتونه جــوړوي او نور خلک هم پــرې قانع کوي. مقصد له مخامخ او بربنډ تجــاوز نه څنګ کوي او د خپلو پټو اجیرانو یا دوســتانو پرمټ خپــل رقیب وهي او غچ ترې اخلــي. لنډه دا کومې ســتونزې چې د کرښــې په اوږدو کې منځ ته راغلې دي، خامخاله سفارتی لارو هم بحث پرې کېدی شــو او غالباً مثبتې نتیجې به یې هم ورکړې وي. خوله بده مرغــه زیاتــره دا ډول پرېکړې او کړنې یا تصادفی او یــا د خپلرسۍ له کبله منځ تــه راځي چې زیان یې هم یو په ســله د ملت د اوږو بار شي. نو راځئ د اوس مهال لپاره په دغســې مــواردو کې له پوره زغمه کار واخلــو او خپله ټولو توجه او زورو ځــواک د هېواد په ودانولو، بســیاکولو او له پــردي احتیاجه خالصولو کــې مصرف کــړو. همدا پــه حقیقت کې د ګردو ســتونزو یوازنــی او منطقی ځواب دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button