Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د سهار لمانځه ګټې

د سهار د لمانځه لاندې شپږ ګټې مومن دې ته اړ باسي چې د سهار لمانځه پابند واوسي:
۱- يقول النبي ﷺ” ركعتا الفجر خير من الدنيا و ما فيها”.
ترجمه – رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د سهار دوه رکعتونه له دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي غوره دي.
۲- يقول النبي “من صلى الفجر فهو في ذمة الله عز و جل”
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې د سهار لمونځ وکړي د الله تعالی تر نظارت او څارنې لاندې دی.
۳- يقول النبي ﷺ”لو يعلم الناس ما فى صلاة العشاء و صلاة الفجر لأتوها لو حبوا”.
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که څوک پوه شول چې د ماخوستن او د سهار لمونځ کې څومره فایده ده نو په خاپوړو به ورته راغلي ول.
۴- يقول النبي ﷺ”من صلى البردين (العصر و الفجر) دخل الجنة”.
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې د بردین (مازدیگر او سهار) لمونځ وکړي جنت ته به داخل شي.
۵- يقول النبي ﷺ “من صلى العشاء فى جماعة فكأنما قام نصف الليل، ومن صلى الفجر فى جماعة فكأنما أقام الليل كله”.
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې په جماعت سره د ماخوستن لمونځ کوي، داسې ښکاري چې نیمه شپه یې لمونځ کړی وي او څوک چې په جماعت سره د سهار لمونځ کوي، داسې ښکاري چې ټوله شپه یې په لمونځ تیره کړې وي.
۶- قرآن الفجر تشهده ملائكة الليل والنهار .. قال تعالى:
ترجمه- د سهار له مخي د قرآن تلاوت د شپې او د ورځې فرښتي ورباندي شاهدي ورکوي.

فرید الله احمدزی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button