Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

ریانا افغان هوايي شرکت به ډېر ژر له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته خپلې الوتنې پېل کړي

عزم: (سې شنبه، د سلواغې ۳ مه، ۱۴۰۲)د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت به ډېر ژر له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته خپلې الوتنې پېل کړي.

د دغه وزارت ویاند ویلي، هڅه کوي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر کړي. د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د ا.ا حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د فلای دوبۍ، اېر العربیه، کېش، ماهان او تبان په ګډون ځينو نړۍوالو شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د نړۍوالو الوتنو زیاتوالی د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ په زیاتېدو کې مهم رول لوبوي او ټینګار کوي چې باید د نورو هېوادونو د ویزو د اخیستو په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button