Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

‏د روان کال په مرغومې میاشت کې هېواد ته تقریباً ۳ زره تنه بهرني ګرځندویان راغلي

 

‏د ا.ا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پرون (دوشنبه، د سلواغې دويمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روان کال په مرغومې میاشت کې هېواد ته د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۲ زره او ۹۷۰ تنه بهرني ګرځندویان راغلي دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې د ۱۹ ښځینه وو په ګډون ۱۵۵۱ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۴۱۹ تنه نور هم له هېواده وتلي دي.

‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې ددې ګرځندويانو ډیری يې د نیمروز او تورخم له بندرونو او د هرات ولایت له هوایي ډګره راغلي او تللي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button