طالبانو دکابل دګډحکومت سره دسولې دخبرو اوازې په کلکه رد کړې

(عزم/2015/2/23)تیره ورځ ځینو رسنیو خبر ورکړ چې طالبان به ډیر ژر دپاکستان په منځ ګړیتوب دکابل دګډحکومت سره دسولې مذاکرات پیل کړي،په خبر کې راغلي وو چې خبرې به په راتلونکي مارچ میاشت کې په قطر هیواد کې دطالبانو په رسمي دفتر کې ترسره شي.

دطالبانو ویاند نن رسنیو ته په یوه لیږل شوې اعلامیه کې دګډحکومت سره دخبرو او مذاکراتو اوازې په کله رد کړې او دا یې یوه تبلیغاتي هڅه وبلله، په اعلامیه کې ویل شوي، دمذاکراتو په اړه چې په رسنیو کې څه خپریږي دا دمطبوعاتو خپل تحلیل او اټکلونه دي، هر هغه راپور چې د اسلامي امارت له مسئولو رسمي منابعو څخه خپور یا تصدیق نشي حقیقت او اعتبار نلري.

اعلامیه زیاتوي، اسلامي امارت نه یوازي دا چې دامن اوسولې غوښتونکی دی، بلکې دامن او سوکالۍ په موخه راپورته شوی او هیواد یې له ناامنیو او تجزیې څخه ساتلی، دټولو افغانانو په ګډون د اسلامي نظام قیام او د اولس سوکالي د اسلامي امارت له اساسي اهدافو څخه دي. ددې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اسلامي امارت له نظامي او سیاسي لارو څخه همیشه هلې ځلې کړې او په راتلونکي کې به یې هم کوي،دنړۍ له مختلفو هیوادونو سره اړیکې ، سفرونه،ملاقاتونه ، په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون او په قطر هیواد کې د سیاسي دفتر پرانیستل چې دسولې دمخالفو جهتونو له لوري یې مخالفت هم وشو، ددې لپاره ښکاره دلیل دی.

ددې اهدافو د حصول لپاره اسلامي امارت د خپل مؤمن او مجاهد ولس په مټ له نظامي او سیاسي لارو څخه هلې ځلې کړې دي او په راتونکې کې به یې هم کوي، د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره اړیکې، سفرونه،  ملاقاتونه ،په نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت ګډون او په قطر هېواد کې د سیاسي دفتر پرانیستل، چې د سولې د مخالفو جهتونو له لوري یې مخالفت هم وشو، ددې لپاره ښکاره دلیل دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button