په امریکاکي نوی جومات جوړ شو

دامریکاپه ماساچوسېتس ایالت کي یو نوی او ستر جومات جوړ او لمونځ پکي پيل شو.

راپورونه وايي، چي دغه جومات دماساچوسېتس ايالت په سپرېنګ فلډ ښار کي چي زیات ترکي مسلمانان پکي ژوند کوي جوړ شو.

ددغه جومات دپرانيستي مراسم دترکیې ددیني چارو درياست او ترکي ټولنو له لوري ترسره شول.

په ورکړل شويو راپورونو کي ویل شوي، چي دا مراسم د قرآن کریم په تلاوت پيل شول او ځینو کسانو ویناوي هم وکړې.

دترکي ټولنو دفدراسون مشر دترکیې او دترکيې دولسمشر رجب طیب اردوغان له هلو ځلو څخه مننه وکړه.

دیادوني وړ ده، چي دترکیې دولسمشر رجب طیب اردوغان په هلو ځلو له څه باندي نیمي پيړۍ راهیسي په لومړي ځل په کوبا کي دجومات جوړولو ته اجازه ورکړل شوې ده.

په ماساچوسېتس ايالت کي دا نوی جومات په داسي مهال جوړ شوی، چي اسلام په امریکا او اروپاکي ډیر په چټکۍ سره په مخ روان دی او له ۲۰۰۱ کال راهیسي په ميلیونونو کسان داسلام په دین مشرف شوي دي، چي له همدې امله په لويديځ کي جوماتونه هم زیات شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button