زابل : برمته کوونکو د ۳۱ تنو په بدل کې دخپلو بندي ملګرو غوښتنه کړې
عزم / نژدې میاشت وړاندې د زابل ولایت دشاه جوي ولسوالۍ ته څیرمه دپښ کندې په سیمه کې نامعلومو وسلوالو له ۳۰۳ بس موټر څخه ۳۱ تنه مسافرین چې ډیری یې هزاره توکمي دي ،کښته کړل او له ځان سره یې یرغمل یووړل،له پیښې څو ورځې وروسته افغان ځواکونو د زابل په ارغنداب او خاک افغان ولسوالیو کې د پلټنې ځانګړې عملیات پیل کړل،د عملیاتو په نتیجه کې د ارغنداب ولسوالي په غرنیو سیمو کې په مقاومت واوښتل، چې یوه ورځ یې دوام درلود،د عملیاتو په جریان کې په سیمه شدیده بمباري هم وشوه ،د یوشمیر وسلوالو ترڅنګ دسیمې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله وواښته،همدا راز په عملیاتو کې ګڼ شمیر امنیتي عسکر هم مړه او ژوبل شول. خو د ۳۱ تنو مسافرینو په راخلاصولو کې ناکام شول.
له پیښې کابو یوه میاشت تیریږي خو افغان دولت د یرغمل شویو کسانو په راخلاصولو نه دي توانیدلي.
تیره ورځ په اولسي جرګه کې د زابل استازي حمیدالله توخي وویل چې د یرغمل شویو کسانو د راخلاصولو لپاره یې هڅې روانې کړې دي یو شمیر قومي مشران له یرغمل نیونکو سره په تماس کې دي چې ژر به یوې نتیجې ته ورسیږي، نوموړي وویل چې یرغمل کوونکو شرط ایښی چې د نیول شویو کسانو په بدل کې دي ددوي بندي ملګري ازاد شي، خو دا تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې ملګري یې څوک دي او چیرته بندیان دي.
احمدبشار