پاکستاني طالبانو دمولانافضل الله وژل کېدل رد کړي

پاکستاني پوځ ویلي، چي دپوځي عملیاتو په ترڅ کي يې په تیرا کي دپاکستاني طالبانو مشر مولانافضل الله وژلی دی.

پاکستاني پوځي چارواکو ویلي، چي په تیرا کي یې دپوځي عملیاتو په ترڅ کي دپاکستاني طالبانو مشر مولانافضل الله وژلی او دپاکستاني طالبانو مهم مشر ګل بهادر يې ټپي کړی دی.

پاکستاني طالبانو دپوځ ادعا رد کړې، اوویلې دي، چي مولانافضل الله نه دی وژل شوی.

ددې ډلي ویاند محمدخراساني ویلي، چي دمولانافضل الله دوژل کېدلو اعدا هیڅ حقيقت نه لري.

دیادوني وړ ده، چي په ۲۰۱۳ کال کي دپاکستاني طالبانو دمخکني مشر حکيم الله محسود تر وژل کېدلو وروسته مولانافضل الله دپاکستاني طالبانو دمشر په توګه وټاکل شو.

مولانافضل الله دیو لړ بریدونو له امله پاکستان ته ډیر مهم کس دی، چي دوژلو کوښښ يې کوي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button