اشغالګرو ته دافغانانو دوینو قيمت

بهرنیو اشغالګرو په دیارلسو کلونو کي نه یوازي چي په زرګونو افغانان په شهادت رسولي، بلکه هغوی یې سپک هم ګڼلي دي، نه یوازي چي په لسګونو زره افغانان يې په خپله او دخپلو لاسپوڅوپه وسیله زندانونو ته اچولي، بلکه هغوی يې هر ډول شکنجه کړي، څېړني يې پرې ترسره کړي او کړولي دي، نه یوازي چي دولس په لسګونو زره کورونه او باغونه يې ویجاړ کړي، بلکه دهغوی په کورونو ورختلي، په خپلو کورونو کي يې وهلي، ټپیان کړي او په شهادت رسولي دي.
تراوسه دا شمېرې په دقیقه توګه څرګندي نه دي، چي له ۲۰۰۱ کال راهیسي تراوسه څومره افغانان دبهرنیو اشغالګرو له لوري په شهادت رسول شوي او څومره نور ټپیان شوي دي، خو هغه پيسې معلومي شوي، چي دبهرنیو اشغالګرو له لوري دځینو هغو کسانو کورنیو ته ورکړل شوي، چي دهغوی له لوري په شهادت رسيدلي دي.
څو ورځي وړاندي دجرمني د دزودویچه زیايتونګ ورځپاڼي دیوه حیرانونکي راپور په خپرولو سره نړۍ حیرانه او هغه پیسې يې معلومي کړې، چي دافغانانو دوینو قیمت ټاکل شوي او بهرنیو اشغالګرو دځینو وژل شویو افغانانو کورنیو ته دخون بها په توګه ورکړي دي، ویل شوي، چي امریکاددوی له لوري دوژل شوي کس کورنۍ ته په اوسط ډول ۳۶۲۶ ډالر ورکړي، دهغو۱۸۶ ولسي وګړو کورنیو ته چي دبریتانوي پوځیانو له لوري وژل شوي دهر یوه کورنۍ ته ۴۵۰۰ ډالره ورکړل شوي، جرمنی بیادهغوکسانو کورنیو ته چي دجرمنی پوځیانو له لوري وژل شوي دهر یوه کورنۍ ته ۵۰۰۰ ډالر ورکړي دي، دا اوسط ډول ښودل شوی، که څه هم په ۲۰۱۱ کال کي دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي دامریکايي شرابیانو له لوري د۱۷ تنو وژل شویو کورنیو ته څه زیاتي پيسې ورکړل شوې، خو هغه هم په نړۍ کي دنورو خلکو له خون بها سره برابري نه وې، تر دې بیاډیري کمي پيسې هم ورکړل شوي، ځینو کورنیو ته دهغوی دوژل شوي غړي دخون بها په ډول دوه زره ډالر اویا تردې هم کم ورکړل شوي دي، خو دا پيسې هري هغې کورنۍ ته نه دي ورکړل شوې، چي غړي يې داشغالګرو لوري وژل شوي دي، بلکه دا پيسې ځینو محدودو کورنیو ته وروسته ترهغه ورکول شوي، چي محکمې به پرېکړه وکړه، چي هو ملکی کس وژل شوی دی او که به محکمې پرېکړه ونه کړه اویابه محکمې ته داخبره پورته نشوه، بیابه يې همدا سپکونکی رقم هم نه ورکاوو، همداراز دا پيسې په هغو مواردو کي ورکړل شوي دي، چي دولسي وګړو دوژلوله امله به امریکایان تر فشار لاندي شول او که به خبره غلې شوه، بیابه نه دا څو پيسې اونه هم تش دخولې بښنه وه.
خو دبشر دحقونو، عدل او مساوات شعار ورکوني غربیان او ددوی محکمې دغربیانو وینو ته خورا لوړ قيمتونه ټاکي، په ۱۹۹۵ کال کي په فلسطین کي دیوه موټر بم برید په ترڅ کي چي اسلامي جهاد ترسره کړ ی و امريکایی ايليسافلوټو له خپلي کورنۍ سره پکي ووژل شو، ددې برید پړه په ایران واچول شوه او محکمې په ۱۹۹۸ کال کي حکم وکړ، چي ایران باید دايلیسا خپلوانو ته ۴۴۷ ميلیونه ډالره تاوان ورکړي، دامريکادپوځ یو افسر ويلم په ۱۹۸۹ کال کي دحزب الله له لوري ووژل شو، محکمې د۲۰۰۰ کال په ستمبر میاشت کي دويلم خون بها ۳۵۵ ميلیونه ډالره وټاکله، په ۱۹۹۶ کي دیوه موټر بم چاودني په ترڅ کي دوه امريکایان په فلسطین کي ووژل شول، چي محکمې ایران ته د ۳۷۲ میلیونو ډالرو دجمعه کولو حکم وکړ، په دې برسېره په یوه سمبولیکه پرېکړه کي دنیویارک محکمې دالقاعدې اسلامي تنظيم، دطالبانو اسلامي تحریک او ایران د۲۰۱۱ کال دسپتمبر د۱۱ دپيښي په ترڅ کي دوژل شویو امریکایانو کورنیو ته د ۶ ميلياردو ډالرو جريمې په ورکړه مکلف کړي دي او داسي ګڼي نوري پيښي موجودي دي، په ۱۹۸۳ کال کي کاربوبمب ووژل شو، چي د۲۰۰۱ په اکتوبر میاشت کي يې خون بها ۵ ميليارده ډالره وټاکل شوه، چي په انساني تاریخ کي تر ټولو ستره انساني معاوضه بلل کیږي.
په دې برسېره ددیارلس کلن اشغال په ترڅ کي لسګونه زره افغانان دبهرنیو اشغالګرو او دهغوی دلاسپوڅي رژیم له لوري نیول شوي او په کلونو کلونو زنداني شوي او ډول ډول شکنجې ورکړل شوي دي، خو هیڅ ارزښت نه دی ورکړل شوی، نه دنیولو تاوان ورکړل شوی او نه هم عادي بښنه ورڅخه غوښتل شوې، خو کله چي تامس سودران په لبنان کي بندي شو، امریکاد۲۰۰۱ دجون په میاشت کي دهغه دبند په بدل کي د۳۵۳ میليونو ډالرو غوښتنه وکړه، لارس جينکو هم په لبنان کي بندي شو، دهغه دبند معاوضه ۳۱۴ ميلیونه ۴ لکه ډالره وټاکل شوه، دې ته ورته نوري بې شمېره پيښي رامنځ ته شوي دي.
لکه څنګه چي اشغالګرو قوتونو او ددوی داخلي مزدورانو ته دافغان مسلمان ولس ويني او ژوندونه بې ارزښته دي، همداسي يې املاک او مالونه هم ورته بې اهمیته دي، په زرګونو کورونه، دوکانونه او باغونه دروان اشغال په دوران کي نړول شوي، خو زیاتو ته یې هیڅ ډول عوض نه دی ورکړل شوی او هغه ورکړل شوی چي دی، هغه دومره لږ دی، چي په دې ورکړه کي يې یوډول سپکاوی پروت دی، یوازي دبریتانیانو له لوري په هلمند ولایت کي ۴ زره کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي، چي تراوسه بریتانيې ۳ زره یورو زیانمنو شویو کورنیو ته ورکړي دي، چا ته زر یورو او چا ته هیڅ څه نه، په ټول هیواد کي دبهرنیو اشغالګرو له لوري دزرګونو کورونو دنړولو، دګاډو دسوځولو، دباغونو دغوڅولو معاوضې هم دې ته ورته دي.
څنګه چي لويديځ اشغالګر زموږ ددین، مذهب، عقيدې، خاوري، ناموس، وینو، مالونو، املاکو، کلتور، عنعناتو، مدنیت، پرمختګ، سوکالي، امن او ژوند دښمنان دي، نوځکه هغوی ته زموږ ویني، ژوند، املاک، مالونه او نور… هیڅ ارزښت نه لري، بلکه ددې ټولو څیزونو دلمنځه وړلو هڅي کوي، په روحي او عقيدوي مرګ مو ولس وژني، دپرمختګ او سوکالي مخه مونيسي، دولس دعقيدې، کلتور، اخلاقو دلمنځه وړلو لپاره پلانونه جوړ وي او عملي کوي او زموږ په زیان کي خپلي ګټي خوندي کوي.
دا چي دملګرو ملتونو سازمان، دملګرو ملتونو دسازمان اړوند ادارې، دبشري حقونو سازمانونه، رسنۍ او دتبلیغاتو ټول وسائل دلويديځ په لاس کي او تر لاس لاندي دي، نوځکه دهیڅ ډول جنایت پوښتنه نه ورڅخه کیږي، نه يې دجرمونو په اړه څېړنه کیږي، نه يې چارواکي، عسکر او مجرمین محاکمه کیږي، نه يې دانسانانو وینو ته دارزانه قيمتونو په ټاکلو نیوکي کيږي، نولځکه هغوی په ډیره دلاوري سره مسلمانان وژني اوکه کوم فشار پرې وارديږي، نوبیايې دمسلمان وینوته درې زره، دوه زره او زر ډالره سپکونکی او توهین آمیزه قيمت ټاکلی دی.
خو که خونخوارو او ظالمو غربیانو زموږ دولس ویني او املاک ارزانه قيمت کړي، ليکن الحمدلله چي روان جهاد دافغانانو دوینو، مالونو او املاکوغوره بدل له اشغالګرو څخه اخيستی، داسي بدل چي تل په تاریخ کي زړورو او توریالیو اخيستی دی، غربي اشغالګرو ته يې دافغانانو او مسلمانانو دوینوبیه ور وښودله او دمسلمانانو دمالونو او املاکو قيمتونه يې ور ته څرګند کړل.
موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!