بیړنی خبر: هلمند ولایت کې پرلپسې چاودنې شوي

د هلمند مرکز لشکرګاه په ننی چاودنه کې د هلمند د ولایتي شورا مخکنی رئيس عباد الله علیزی، د سرحدي لوا قوماندان ظاهر ګل مقبل او د اطلاعاتو او کلتور رئيس حمید الله ویاړ هم ټپیان شوي دي.
پژواک خبري اژانس وایي د هلمند مرکز لشکرګاه په چاودنو کې والي او مرستیال یې هم په ټپیانو کې شامل دي
له هلمند ولایت څخه راپورونه ورکړل شوي چې په دغه ولایت مرکز لشکرګاه کې یو په بل پسې دوه پیوسته چاودنې شوي.
ویل شوي چې یادې چاودنې په هغه ځای کې شوي چې نن ورځ د دهقان ورځې په مناسبت پکې غونډه جوړه شوې وه او دغه ورځ لمانځل کیدله.
د هلمند د والي ویاند د چاودنو پخلی کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ندي ویلي.
تر اوسه د یادو چاودنو مسئولیت چا ندی منلی.