د ریاست الوزرا لومړي اقتصادي مرستیال له ازبکستاني چارواکو سره لیدلي دي

عزم(پنجشنبه، وري درېیمه،۱۴۰۲): ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر او ازبکستاني سیال په کابل کې لیدلي دي.
معاونیت لیکلي چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او په بهرنيو چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزيز کامیلوف سره یې د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کې وکتل.
د اقتصادي معاونیت د مرستیال په وینا، په دې کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، د اورګاډي پر پټلۍ او پر برېښنایي پروژو خبرې او بحثونه وشول.
ښاغلي برادر ټینګار وکړ چې افغانستان او ازبکستان کولای شي د شته اړتیاوو او فرصتونو له مخې په سیمه کې دوه اغېزمن اقتصادي شریکان او همکاران شي.
ازبکستاني چارواکي عبدالعزیز کامیلوف وویل: ازبکستان چمتو دی چې له اسلامي امارت سره د نړیوالو نورمونو په رعایت همکاري وکړي او د امو سیند د اوبو د حقابې د ترلاسه کولو لپاره به له پرمختللې ټیکنالوژۍ په کارولو سره د دواړو خواوو امتیازات په نظر کې ونیسي.
د کامیلوف پر خبره چې موږ له اسلامی امارت سره د قوشتیپې کانال په بشپړاوی کې هم همکاري نه سپموو.
په یوه بله جلا کتنه ښاغلي کامیلوف د رئیس الوزرا د دفتر له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې د دواړو هیوادونو چارواکو د لا پراخې همکارۍ، اقتصادي فرصتونو پر پنځتیا او دا ډول ناستو د بیا جوړېدو ژمنه وکړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button