اشرف هجري د نوستالوژیک شاعر په حیث

اصلي متن

نوستالژي تېر هېر یاد ته وايي. یا زموږ تېرې هېرې خاطرې او وختونه چې اوس ورپسې یوازې لاسونه مږو. دا ګړنه په لومړیو کې په جلاوطنۍ کې د خپل وطن یاد ته کارېدله خو اوس یې معنا پراخه شوې. وسمهال هر تېر شي ته چې په اوس کې نشته او یوازې یې یادونه راپاتې دي، ویل کیږي. مثلا په بل دیار کې د خپلو خاپوړو د ټاټوبي، د لوبو او ساتېریو د ډګرونو، د خپلو همزولو او د خپلو خپلوانو یاد او د هغوی په نشتون کې اوښکې تویول دي.

اکبر کرګر یې په خپل اثر د ((پښتو شعر او تېر ارمان)) کې داسې راپېژني:” نوستالژي یوه فرانسوي ګړنه ده چې له(Nostalgia) چې د یوناني له (Nostos)یعنې تېر ته ستنېدل او (Alogos )درد او رنځ مانا لري. د لغاتو په قاموسونو کې او فرهنګونو کې د تېر ارمان، د غربت غم او د لیرې والي درد په مانا راوړل کیږي.” (کرګر، ۱۳۹۷:5) د انګریزي معتبر قاموس اکسفورډ[1] یې داسې تعریفوي:” له خوښۍ ګډ یو غمژن احساس چې د تېرو خوشاله وختونو فکر پکې کوي.” له دې علاوه د انګریزي بل مشهور قاموس لانګ مین[2] کې یې په دا ډول تعریف راغلی. ” د تير ښه وخت احساس یا هغه فعالیت چې تېر ښه وخت پکې رایادوو او هیله لرو چې نه وای بدل شوای.”

بیا هم یادونه کوو چې نوستالژي فقط د وطن یاد ته نه وايي؛ بلکې هر څه چې موږ په تېر کې لرل او اوس یې نه لرو. هغه که ځواني وي، د خپلو مړو ملګرو او اقربه وو یاد وي یا ثروت وي او یا تېر برم. هر شی چې موږ تېر ته بیایي. دا اصطلاح لومړی طبي وه؛ بیا وروسته فلسفې، ارواپوهنې او ادبیاتو ته راوکوچېده.

موږ خبره پر اشرف خان هجري کوو خو د نوستالژیک شعر څرکونه یوازې د اشرف په دېوان کې نشته؛ بلکې تر نوموړي وړاندې دده پلار خوشحال خان خټک د مغولو لاسونو ته لوېدلی او څلورکاله یې په رنتبور کې تېر کړي. په هغه شعرونو کې د روه ذکر بار بار کوي او د شعر موضوع یې د خپلې سیمې، خپلو بچیانو او خپلو معشوقو یاد دی. همدا ډول د افضل خان خټک تر مرګ وروسته کاظم خان شیدا هم له پلرني ټاټوبي را لېری شوی او پر هند لګېدلی. ده په تانده ځوانۍ کې کلی کور پریښی او په شعرونو کې یې د روه حال بیا بیا پوښتلی.

غره بې ځایه د هند سبزانې دي

غنج و ادا لري که دلستانې دي

چې دلبري کا بې تکلفه

د روه په ملک کې ساده خوبانې دي(شیدا،۱۳۳۱:۱۵۱)

او یا یې دا څلوریزه:

نسیمه! ورشه د سرای سواد ته

له هغه پسه افضل اباد ته

سلام یې وکړه په دواړه لاسه

در و دېوار و ګل و شمشاد ته(پورتنی اخځ:۱۳۱)

همدا شان زموږ شفاهي ادبیات په ځانګړي ډول لنډۍ له نوستالژیکو کریغو ډکې دي او ښې پریمانه بېلګې پکې موندلی شو.

هغه دې هېر دي که دې یاد دي

چه د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه

ائین(ه) مې څله مخ ته نسئ

اشنا زما په ځوانۍ اور ولګونه( ډارمسټټر، ۱۳۵۶:256)

…دویمه برخه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button