عربي رسنۍ: سخت دریځه یهودۍ ډله جبل الحیکل په بیت المقدس د برید پلان لري

عزم (پنجشنبه، ۳/۱/۱۴۰۲): ځینو عربي او ایراني رسنیو خبر ورکړی چې یوه سخت دریځه یهودۍ ډله غواړي په بیت المقدس برید وکړي.
دغه وسله واله ډله چې تر شا حکومتي ملاتړ هم لري؛ جبل الحیکل نومیږي او د ځینو سرچینو په حواله ویل شوي، چې د روژې میاشتې په لومړیو ورځو کې به پر الاقص جومات برید وکړي.
یادې ډلې وړاندې هم ورته ګواښ کړی و او ویلي یې و چې الاقصی جومات د دوی پر ځمکو جوړ شوی.
باید وویل شي چې الاقص جومات د بیت المقدس او فلسطین د هویت اصلي سمبول دی، چې یهودان یې وخت ناوخته د ورانولو ګواښونه کوي.
ډيری اسرائیلي وګړي په دې اند دي، چې یاد جومات د (معبد سلیمان) په ځمکه جوړ شوی، چې باید ونړیږي او بېرته پخوانی معبد جوړ شي.
تر اوسه د فلسطین حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
هېره دې نه وي چې اسرائیلي حکومت او سخت دریځه ډلې یې هره میاشت د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې بې وسه وګړیو باندې په یو او بل نوم بریدونه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button