ډان نیوز: د هغو افغانانو د وژنو پلټنه کیږي، چې برتانوي عسکرو بې ګناه وژلي

عزم (پنجشنبه، ۳/۱/۱۴۰۲): ډان نیوز په خپلې انګلیسي ګڼې کې د ملکي افغانانو د وژنو په اړه مطلب خپور کړی او د برتانوي رسنیو په حواله یې تائید کړې چې ډیر ژر به د بې ګناه وژل شویو افغانانو قاتلین پیدا شي.
ورځپاڼې لیکلي: «برتانوي حکومت د یو ازاد قاضي په مشري د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلنو ترمنځ په افغانستان کې د غیرقانوني وژنو په اړه د یاد هېواد له ځواکونو څېړنې پیل کړې دي.»
مشر قاضي چارلس هیډن رسنیو ته ویلي: په څېړنو کې به ډير داسې نومونه هم راشي، چې موږ یې تمه نه ده کړې.
ډان نیوز زیاتوي: د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال په شپنیو چاپو کې دوه داسې کورنۍ هم په نښه شوې چې وسله والو سره یې هیڅ تړاو نه و.
سیف الله نورزی چې د قرباني کورنیو له ډلې دی؛ رسنیو ته ویلي: خوشحاله یم چې ۱۰ کاله وروسته مو غږ اورېدل کیږي.
نوموړي ویلي: برتانوي ځواکونو زما د کور ۴ تنه په ډيرې بې رحمۍ شهیدان کړل. په دوی کې زما دوه وروڼه، یو ځوان خوریی او بل ملګری شامل و.
نورزی وايي: زما ملګری او وروڼه په داسې حال کې سر ته وویشتل شول، چې چای یې څښه.
دی زیاتوي: د وروڼو له مرګ وروسته مې کورنۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ شوې.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې په اسټرالیا کې هم یو تن عسکر د ملکي افغانانو د غیرقانوني وژنې په تور ونیول شو.
هېره دې نه وي چې برتانوي ځواکونو د اشغال پر مهال هلمند کې هوايي اډه درلودله او له همدې ځایه یې په شپنیو چاپو کې سلګونه افغانان وژل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button