ملګري

ملګري په درې ډوله دي:
۱: پاڼې
۲: شاخونه
۳: ریښې
لومړی: پاڼې ملګري
ځیني خلک داسې دي چې ستا ژوند ته فقط د یو سیزن لپاره راځي.
تۀ پۀ دوی باور نشې کولای؛ ځکه دوی کمزورې دي.
دوی فقط ددې لپاره راځي، چې خپل ضروریات در څخه پوره کړي کله چې باد راځي نو دوی ځي.
نو پکار دی چې تۀ له دوی سره محتاط و اوسې؛ ځکه دوی هغه وخت درسره مینه کوي چې حالات ښۀ وي خو کله چې باد راځي نو دوی تا پریږدي.
دویم: شاخونه ملګري
دوی قوي دي لاکن دوی سره هم احتیاط کوه؛ ځکه کله چې ژوند سخت شي او بارونه درانۀ شي نو دوی هم ماتیږي. دوی شاید له تا سره پۀ ځیني سختیو کې مله وي خو کله چې شرائط سخت تر شي نو دوی هم بالاخره ماتیږي.
دریم: ریښې ملګري
دا ډول ملګري ډیر زیات اهمیت لري، ځکه دوی ددې لپاره مرسته در سره نه کوي چې خلک یې وویني دوی کومک کوي خو ځان نۀ ښکاره کوي.
دوی تاته قوت در بښي تاته اوبه درکوي حتی که تۀ پۀ ډیرو سختو حالاتو کې هم وې.
دوی فقط تا سره همدا ډول مینه کوي هیڅوک نه پوهیږي چې دوی مین دي.
دا ډول خلک پۀ هر موسم کې له تاسرہ ولاړ وي.
لیکنه: زهیر