سپین زر دولتي شرکت بېرته پر فعالیت پیل وکړ

عزم( پنجشنبه، وري درېیمه، ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي چې په کندز ولایت کې یې دسپین زر دولتي شرکت بیا ځلې فعال او په پښو درولی دی.
د دې وزارت چارواکي نه یوازې د یاد شرکت پرانسته مني، بلکې په یاد دولتي شرکت کې د لسو نورو برخو د زیاتېدو خبر هم ورکوي.
د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو رئیس عبدالحمید اخندزاده وايي، چې د دغو برخو پر بیا رغولو او بیا فعالولو شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.
د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس زیاته کړه: دغه شرکت په رسمي ډول خپل فعالیت پیل او هره ورځ به افغاني توکي تولید کړي. د مالیې وزارت د دغه چارواکي په وینا، د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته دولتي تصدۍ خپلواکې شوي او هڅه کوي چې ټول دولتي شرکتونه بېرته فعال او خپلې سوداګریزې او صنعتي چارې پر مخ یوسي.
دسپين زر شرکت عمومي عملیاتي مسوول نائید فرخاري وویل: ” له شک پرته چې کندز سپین زر شرکت یو لوی دولتي شرکت دی، موږ په لوړه کچه د تولیداتو د ظرفیت وړتیا لرو او نږدې راتلونکې کې به خپل محصولات بازارونو ته ورسوو. ”
له بلې خوا د کندز اوسېدونکي د یاد شرکت پر بیا پرانیسته خوښي څرګندوي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې ورته نورې غیرفعالې کارخونې هم فعالې او روزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د سپین زر پرانیسته به ۳۰۰ تنو ته په سیده او ۱۰۰۰ نورو ته به په ناسیده توګه روزګار برابر کړي. د نوموړي شرکت پرانیسته ملا هدایت الله بدري د خپل کاري دندې پر وروستۍ ورځ کندز ته د یوه سفر په ترڅ کې وکړه.
د سپین زر دولتي شرکت بنسټ د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې په کندز کې کېښودل شو او هممهاله یې پر فعالیت پيل وکړ. خو د وروستیو کورنیو جګړو له امله یې فعالیت درېدلی و.