په روژې کې ځینې لازمې لارښوونې

له هر څه وړاندې په پشمني (پېشلمي، پسېمي…) کې له ژر ویښېدلو او تهجد لمونځ سره ځان بلد کړئ.
د قیام اللیل، تحیة المسجد، برېزر (بلېزر، لمر راختلو سره سم لمونځ) او نفلي عبادتونو عادت واخلئ.
په خپلو مصروفیتونو او کاروبار کې له زیاتې ښکیلتیا ځان خلاص کړئ.
د انټرنېټ، تلویزیون، موبایل، رادیو او نورو هغو شیانو لاس واخلئ، چې له روژې (رمضان) میاشتې وړاندې یې ستاسې ډېر وخت نیو.
د وخت له ضایع کېدلو وډار شئ، له خوب وړاندې الارم ولګوئ. هر څه ته مهال وېش جوړ کړئ، داسې چې د ژوندانه د نورو مسایلو وخت پکې کم او د عبادت وخت ډېر وي.
په ذکر کولو او نفلي عبادتونو کې زیاتوالی راولی.
له درواغو، غیبت، بهتان او بدو ردو ویلو په کلکه ډډه وکړئ، ځکه الله تعالی داسې روژې ته اړتیا نلري، چې خوله پکې یوازې له خوراک او څښاک بنده وي؛ نور هر بد عمل پرې کیږي.
خوب کم کړئ، چې هم مو په روغتېا ښه اثر کوي او ترڅنګ یې ستاسې وخت هم بچت کیږي.
په جوماتونو کې له فرض لمونځ وروسته د نفلو او ذکرونو ترسره کولو له پاره د زیات وخت تېرول زده کړئ.
که وس یې لرئ ټول ضروري شیان له روژې میاشتې وړاندې اخلئ، که په روژه کې یې اخلئ، د عبادت له پاره تر ټولو ګټور او ښه وخت مو په سودا اخیستلو کې تیریږي او لوږه، تندې سره هم مخ کېږئ.
خپلو کورنیو په ځانګړې توګه مېرمنو، ځوانانو او ماشومانو ته د نیکو کارونو لارښوونه وکړئ؛ تر څو ښه وروزل شي.
صدقه ورکړئ او که زکات درباندې کیږي؛ نو باید چې پوره پاملرنه ورته وکړئ او په هره مالي مرسته کې د غریب نوم یاد وساتئ.
له خپلوانو، ګاونډیانو او کلیوالو سره په رویه کې لا زیات ښه والی راوله او هغوی ته سره ورورولي، ګاونډيتوب، کلیوالي او خپلوي په غوره توګه وپاله.
په هغو شیانو روژه ونیسه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې لارښوونه کړې او په هغو شیانو روژه ماته کړه، چې نبوي سنت دي.
د قیلولې اهتمام وکړه او هڅه وکړه چې د لمر له راختلو وړاندې ویده نشې او نورو وختونو کې هم زیات خوب ونکړې؛ غوره دا ده چې د غرمې او ماسپښین مهال قیلوله وشي.
د روژې میاشتې د ښېګڼو، د نیکیو او ثواب کارونو ته د ترغیب، له بدیو د منعې او له الله تعالی د روژو د اجر غوښتلو په اړه خلک وپوهوه او د اسلام دین د احکاماتو تبلیغ ورته وکړه.
له نشې کولو، زیات خوراک او اصراف لیرې ګرځه؛ ځکه دا هر څه حرام او ناروا دي.
په دعاؤ، کې زیاتوالی راوله او په ډېر عجز سره له الله جل جلاله دعا وغواړه؛ هغه که دنیوي او یا دنیاوي وي؛ ځکه په روژه کې د رحمتونو دروازې خلاصې وي.
په توبې کولو کې عجله وکړه او د اوښکو په تویولو سره له خدایه د تېرو بښنه وغواړه.
له دې پرته په هر غوره او نیک کار کې له خلکو سره مرسته وکړه او د بدن ټوله انرژي په مثبتو او ښو کارونو مصرف کړه.
لیکنه: عباس عابد