روژه، ځینې مسایل او مهمې دعاګانې یې!

روژه چې د مسلمانانو د نفسي بدلون او اصلاح میاشت ده، د هجرت په دوهم کال فرض شوه، له هغې وړندې به رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو (اصحابانو) سره د عاشورا او ایام بیض (د میاشتې څوارلسمې، پنځلسمې، شپاړسمې) شپې روژې نیولې.
په سورة البقره کې الله تعالی فرمایي:
اَیُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیَامُ کَمَا کُتِبَ عَلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُوْنَﰆﺫ
ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسو روژه فرض کړل شوې، څنګه چې له تاسو مخکې کسانو باندې فرض شوې وه، څو ستاسو دننه تقوی پيدا شي.
که کوم مسلمان وګړی په دې میاشت کې د ثواب په کارونو پسې وګرځي؛ نو الله تعالی یې توفیق ورکوي؛ ځکه د انسانانو ستر دښمنان او د هغوی د بې لارې کولو اصلي عاملین (شیطانان) تړل شوي وي. کوم انسان چې په دې میاشت کې د یوازیني رب عبادت کوي؛ نو له ګناهونو څنډ وهل کیږي او د جنت ابدي ځای به یې نصیب شي.
په حدیث شریف کې راځي، چې:
عن ابي هریرة رضي الله عنه، یقول: (قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: اذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنة، وغفلت ابواب جهنم وسلسلت الشیاطین). «رواه البخاري و النسايي»
ژباړه: ابوهریره رضي الله عنه وايي: چې (رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کله چې د رمضان میاشت راشي؛ نو د جنت دروازې خلاصې او د دوزخ بندې شي او شیطانان په زنځیزونو وتړل شي).
روژه چې په هر مسلمان، عاقل، بالغ، روغ او د خاصو شرایطو وګړیو باندې فرض شوې، د اسلام په پنځو بناؤ کې شامله ده.
د رمضان روژې خوړل (ماتول) ځینو کسانو ته معاف هم وي، چې لاندې کسان پکې شامل دي:
۱ ــ مسافر؛ خو که سفر کې سختي نه وي روژه نیول غوره دي.
۲ ــ ناروغ؛ چې د ناروغي د زیاتېدو ویره یې وي.
۳ ــ بوډاوالی؛ یعنې چې ډیر ضعف او بوډاتوب وي.
۴ ــ حامله مېرمن؛ چې د مور یا ماشوم د زیان وېره ولري.
۵ ــ تی ورکوونکې؛ چې د شیدو نه شتون له امله د مور یا ماشوم د زیان وېره ولري.
۶ ــ زیاته لوږه یا تنده، چې ان د مرګ ډار پکې وی.
له دې ور هاخوا که څوک په قصد سره خوراک، څښاک او جماع سره روژه ماتوي؛ نو کفاره به ورکوي او ګناهګار هم شو. د یوې او ډیرو روژو کفاره یوه ده، چې دوه میاشتې به پرله پسې روژه نیسي او که د نیولو توان یې نلري؛ نو بیا به شپېتو مسکینانو ته دوه وخته خوراک او یا یې قېمت ورکوي.
خو که په یو چا روژه په زور وخوړل شي، یا یې روژه په یاد وي او د غړغړې په وخت کې اوبه ترې تېرې شي، په ډکه خوله ګانګې وکړي، په قصد سره وړه شګه یا زړی تېر کړي، په غاښونو کې پاتې شوې ډوډۍ تېره کړي، د غاښونو وینه تېره کړي، د پشمني په ګومان له صبح صادق نه وروسته خوراک وکړي او یا هم د ورېځ او ګرد په وجه له ماښام نه مخکې د ماښام په ګمان روژه ماته کړي؛ په دې ټولو حالاتو کې یوازې قضا لازمیږي.
ځينې مهمې دعاګانې چې د رمضان په میاشت کې باید وشي.
له هر څه وړاندې د روژې نېت: په زړه کې نېت کول د روژې له پاره شرط او په ژبه ویل یې غوره دي.
(وبصوم غدا نویت من شهر رمضان)
د روژه ماتي (افطار) دعا: هر کله چې روژه ماتی کوئ، غوره ده چې لاندېنۍ دعا له څښاک او خوراک مخکې کړئ:
(اللهم لک صمت و علی رزقک افطرت)
له روژه ماتي وروسته دعا: د روژه ماتي په ختمولو سره لاندینۍ دعا ووايئ:
(ذهب الظما و ابتلت العروق و ثبت الاجر ان شاء الله)
د تراویح دعا: مونږ ټول پوهیږو چې تراویح لمونځ سنت موکد دی او په جماعت اداء کول یې کفایي سنت دي، هر کله چې د تراویحو څلور رکعته پوره کیږي، لاندې دعا دې وویل شي:
(سبحان ذی الملک و الملکوت، سبحان ذی العزة والعظمة والهیبم و الدره والکبریاء والجبروت، سبحان الملک الحی الذی لا ینام ولایموت، سبوح قدوس ربنا و رب االملائکة والروح، اللهم اجرنا من النار یا مجیر یا مجیر یا مجیر)
د قدر شپې دعا: د روژې د دریمې لسیزې په طاق ورځو کې داسې ورځ هم شته چې الله تعالی او پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم پرې ډیر ټینګار کوي او دا د ثوابونو شپه (لیلة القدر) ده، په همدغو طاق ورځو کې باید لاندې دعا وویل شي:
(اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عنی) یا هم: (اللهم اجرنی من النار)
باید وویل شي، چې ځينې نورې مسنونې او غیر مسنونې؛ خو ګټورې دعاګانې شته چې د روژې مبارکې میاشتې په ټولو ورځو کې باید وویل شي.
لیکنه: زلمی احساس
ماخذونه: بخاري شریف، د اسلام پنځه بناوې، اسلامي ډیوه، روژه د احادیثو په رڼا کې او پنځه ګوني عبادات کتابونه!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button