ماشیني سړی

له حجرې جوماته لرې له دېرې نه خبر نه دی
ښه زلمی دی خو افسوس دی چې زمونږ له ټبر نه دی
مغربي فیشن کې طاق دی عجیبه شانې ګړیږي
د خبرو سره خوځي ته به وایې چې ګډیږي
دی زمونږ د اکا زوی دی خو پردیو سره لوی شو
چې د چا سره لوی شوی د هغو په خوی او بوی شوی
چې د قام وطن خبرې ورته وکړې خفه کیږي
خلک د ده او دی خلکو په خبرو نه پوهیږي
ماشیني غوندې سړی دی د دفتر د چلېدو دی
نور امید ترینه ونکړې چې د غرونو د ختو دی
قیام الدین خادم/ کابل، حوت ۱۳۳۹