چارواکي: کمال خان بند حیاتي پروژه ده چې نوره پانګونه به هم پرې وشي

عزم (پنجشنبه، ۳/۱/۱۴۰۲): د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشري د افغان چارواکو ګډ پلاوی چې وړمه ورځ نیمروز ولایت ته تللي و؛ وایي، چې کمال خان بند باندې به نوره پانګونه هم وشي.
یاد پلاوی چې د اقتصادي مرستیال ترڅنګ پکې د بهرنیو چارو وزیر، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال او د ملي پراختیا شرکت رئیس هم شامل و؛ له کمال خان بند لیدنه کړې او د توربینونو د نصب په برخه کې یې هغه نوښتونه ستایلي چې دې وروستیو کې رامنځته شوي.
د ریاست الوزارء له اقتصادي معاونیت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: پلاوی د نیمروز له والي سره هم کتلي او د یاد ولایت د خلکو د اوبو او کرنیزو ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړې.
خبر زیاتوي: «پلاوي د کمال خان بند د اوبو ذخیرې د ظرفیت زیاتوالي، د اړوندو کانالونو د پاکولو او په ټوله کې د چارو د ښه مدیریت په اړه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې کړې.»
خبرپاڼه وړاندې لیکي: په کتنه کې ملا عبدالغني برادر کمال خان بند ملي او حیاتي پروژه وبلله او د لا زیاتې پانګونې او مسؤلینو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
باید وویل شي چې کمال خان بند د ۹ میګا واټه بریښنا تولیدلو او ۸۰ زره هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.