سعودي عربستان دحوثيانو په مرکزونو تازه بمبارونه کړي

دسعودي په مشری عربي ائتلاف ديمن په يوشمير ښارونو کې د حوثيانو په مرکزونو تازه بمباری کړي دا خبره دنوموړی ائتلاف وياند بريد جنرال احمد العسيري له مشهور امريکايې چينل سي ان ان سره په مرکې کې وکړه،
نوموړي وويل چې دائتلاف طيارو په لحج، تعز او صنعاء ولايتونو کې دچهارشنبې په ورځ يوشمير هدفونه په نښه کړي.
عسيري ټينګار وکړ چې په هغو مرکزونو او غونډونو به حملې ونه درول شي چې حوثي باغيان لاندې کړي.
نوموړي زياته کړه چې د پريکنده توفان عمليات ديمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي په غوښتنه ودرول شول، او د هيلو راستنيدو عمليات دوه اړخه لري، اول یې سياسي اړخ دی او دوهم يې نظامي جانب دی.
چې کله له هغه څخه وپوښتل شول چې حوثي ډله دملل متحد ترڅارنې لاندې دسولييزو مذاکراتو غوښتنه لري: نو عسيري په ځواب کې وويل: حوثيانو ته پکار ده چې ديمن له مشروع حکومت سره دسولييز حل لپاره خبرو ته کښيني.