ايران مخالفې وسلوالې ډلې جيش العدل دخپل رسمي وياند وژنه تائيد کړه

 

دايران مخالفې وسلوالې ډلې جيش العدل دخپل ګوند درسمي وياند محمد سعيد ترکمان زهي وژنه رسما تائيد کړه، نوموړی دتيرې شنبې په ورځ دايران له پوځ سره دنښتې پرمهال ټپي شوی وو.

په هغه بيانيه کې چې نوموړي ګوند په خپله پاڼه (عدالت نيوز) باندې خپره کړې راغلي چې محمد سعيد ترکمان زهي تير کال دجيش العدل دمشرتابه له لوري دګوند رسمي وياند ټاکل شوی وو، په بيانيه کې راغلي چې نوموړي خپله دنده دګوند له سياست او تګلارې سره سمه پرمخ بوتله.

بيانيه زياتوي چې ترکمان دشنبې په ورځ له ايراني ځواکونو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوی وو، او ددوشنبې په ورځ يې دمازديګر له لمانځه وروسته ساه ورکړه.

په بيانيه کې ترکمان ستايل شوی چې له ۱۲ کلونو راهيسې دنوموړې ډلې تر چتر لاندې مبارزه کړې او بې دريغه قربانی يې ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button