اظهر علي لومړی پاکستانی دکرېکټ لوبغاړی دی چې پنځه کاله وروسته يي سليزه ووهله

عزم/اظهر علي د پاکستان د سليزو قحط پنځه کاله وروسته مات کړ او د پاکستان اتم لوبډلمشر شو چې د سليزې دغه مقام يي پخپل نوم کړ .
اظهر علي دغه سليزه تېره ورځ د بنګله دېش سره په یوه ورځنۍ سیالي کې ووهله او اتم پاکستانی کپتان شو چې سلیزې يي وهلي دي ، پاکستان دنړۍ دريم هېواد دی چې چي ډېرې سليزي يي وهلي دي ، ترټولو زیاتې ۱۱ سليزي د هندوستان لوبډلمشرانو وهلي ۱۰ سلیزې د اسټرالیا لوبډلمشرانو او ورپسې پاکستان دي چې اتو لوبډلمشران يي سلیزي وهلي دي .
دغه اعزازونه د پاکستان لوبغاړو رمیز راجه، عامر سهیل، سعید انور، انضمام الحق، شعیب ملک اور شاهد آفریدی حاصل کړی وه چې اوس اظهر علي هم ترلاسه کړ .
د پاکستان د کرېکټ تاريخ کې دغه مقام بنځه کاله مخکې شاهد افريد د اسیاجام ۲۰۱۰ کال کې د بنګله دېش په وړاندی خپل کړی وه چې دوه سليزې يي وهلي وې، افريدي نه وړاندې انضمام الحق هم دوه سلیزې کړېوې .
د کپتان په ډول ترټولو زیاتې 22 سليزې نړیوال ریکارډ رکی پونټنگ جوړ کړی ، گنگولی11، سنتهـ جي سوریا ۱۰،ابراهيم ډي ویلئرز۹ او گريم اسميت ۸ کړي دي .
او مصباح الحق چې په تېرو څلورو کالو کې کپتان وه یوه سليزه يي هم نه وه کړې .
حماس افغان