دپاکستان لومړی وزير سعودي عربستان ته تللی

(۰۳ غويي ۹۴ عزم) د پاکستان لومړی وزير نواز شريف او ددغه هيواد ددفاع وزير خواجه اصف،د فوځ مشر راحيل شريف او د بهرنيو چارو د سکرتر په ګډون نن په يوه ورځينۍ دوره رياض ته رسيدلی دی.
نواز شريف ته نن ددغه هيواد په پلازمينه رياض په هوايي ډګر د سعودي عربستان دپاچا مرستيال شهزاده محمد بن نايف السعود ددفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان او د کورنيو چارو وزير هرکلی ووايه او د غرمنۍ له پاره دشاهي ماڼۍ ميلمستون ته لاړل.
نواز شريف به په دغه سفر کې له سعودي چارواکو سره د يمن په وروستي کړکيچ خبرې کوي.
ديادونې وړ ده چې سعودي عربستان دوه ځل له پاکستان څخه د حوثي ياغيانو په خلاف د نظامي مرستې غوښتنه وکړه خو د پاکستان ولسي جرګې اجازه ورنکړه چې له سعودي عرب سره دې په دغه جنګ کې نظامي مرسته وشي او ويې ويل چې دغه کړکېچ دې د خبرو له لارې حل شي.
عبداللطيف نظيف