طبي سرچينې: “DNA” څيړنه ثابتوي چې عزت الدوري ندی وژل شوی

عراقي طبي سرچينې باور لري چې د هغو “DNA” تيستونو -چې په هغه جسد ترسره شوې چې ګمان کيده د عراق دپخواني جمهور رئيس د مرستيال عزت الدوري دی- پايلې منفي راووتلې، طبيبان ټينګار کوي چې دا جسد د عزت الدوري ندی.
عراقي طبي سرچينو الخليج انلاين ته وويل: دحيدر العبادي حکومت تصميم درلود چې په دې اړه يو مطبوعاتي بيان خپور کړي ترڅو پکې دپيښې ټول جوانب روښانه کړي، خو شيعه مليشو لدې انکار وکړ او په خپلې دغې خبرې ټينګ پاتې شول چې عزت الدوري وژل شوی.
سرچينو زياته کړه چې دحکومت او شيعه مليشو ترمنځ پدې اړه ستر اختلاف رامنځ ته شوی او دا اختلاف هغه وخت لا اوج ته ورسید چې څيړنو ثابته کړه چې جسد دشعلان البقاري په نوم ديوه عراقي شخص دی چې له دوري سره ورته والی لري، او لدې وړاندې دبقاره قبيلې خلکو ددغه جسد دورسپارلو غوښتنه هم کړې وه.
ديادونې وړ ده چې دعراق بعث ګوند دخپل مشر عزت ابراهيم الدوري وژل کيدل رد کړي وو او ويلي وو چې هغه اوس هم په عراق کې مقاومت رهبري کوي.
د عراق دصلاح الدين ولايت والي رائد ابراهيم الجبوري هم اعلان کړی وو چې الدوري دعراقي پوځ په عملياتو کې دتکريت په ښار کې وژل شوی، والي دخپلې خبرې دتائيد لپاره ديوه وژل شوي شخص انځورونو هم ژورناليستونه ته ليږلي چې له الدوري سره يې ډير ورته والی درلود.
عزت الدوري دعراق دپخواني ولسمشر صدام حسين دنظام دوهم تن وو، چې دامريکا متحده ايالاتو ته دمطلوبو اشخاصو په ليست کې هم شامل دی، نوموړی د صدام درژيم له سقوط راهيسې پټ پاتې شوی خو کله کله يې بيانيې نشريږي چې په ځينو کې يې دداعش له وسلوالې ډلې څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړی.