نوی ډيلی: د اعلی وزير په جلسه کې يو بزګر ځان وژنه وکړه

350079-suicidefarmerarvindkejar-1429739152-219-640x480

(۰۳ غويي ۹۴ عزم ) د هندوستان په مرکز نوي ډيلي کې يو بزګر هغه وخت ځان ته زندۍ واچوله چې اعلی وزير کيجريوال د بزګرانو دستونزو د هواري په هکله يوې غونډې ته وينا کوله.

د راجستان ايالت اوسيدونکي ګجيندر سينګ دغونډې سېمې ته څېرمه  په ونه کې خپل ځان ته زندۍ واچوله چې وروسته په سيمه کې د پوليسو او عامو خلکو په هڅو له ونې څخه راخلاص کړ او روغتون  ته يې ولېږداوه،خو د ډاکټرانو په وينا چې روغتون  ته له وررسېدو مخکې يې ساه ورکړې ده.

د پوليسو په وينا دګنجيدر سينګ له مرګ نه وروسته دهغوی لاس ته د نوموړي يو ليک رسېدلی دی چې په کې ليکلي يې و.
د وچکالۍ له امله يې کرونده وچه شوې ده او اوس له ده سره ددريو بچيود پالنې له پاره بل هيڅ طريقه نه وه پاتې نو ځکه ځان وژنه کوم.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button