لندن: د ټيپو سلطان جنګي وسايل ليلام شول

350161-TipuSultanWeb-1429780766-494-640x480

 

(۰۳ غويي ۹۴ عزم ) په هندوستان کې د انګليسانو په خلاف د جنګيدونکي مشهور جنګيالي (ټيپوسلطان) استعمالوونکې وسلې په ۹۰ لکه ډالر وپلورل شوې.

د لندن مشهور ليلامي مرکز(بون هيم) د اسلامي اثارو شعبې د ټيپوسلطان توپک،توره،زغره او نورو جنګي وسايلو په ګډون ۳۰ بېلابېل جنګي توکي ليلام ته وړاندې کړل چې تر ټولو زيات قيمت يې د تورې او ډال سيټ وکړ چې په ۳۲ لکه ۲۶ زره ۹۰۲ ډالره وپلورل شو. د ټيپو سلطان په دغه توره د زمري عکس دی نو له همدې امله ورته شيرسلطان ويل کيږی.

 په دغو جنګي اثارو کې توپ هم و چې په ۲۱ لکه ۳۶ زره ۵۴۰ ډالره وپلورل شو همدا راز ټوپک يې په ۱۰ لکه ۸۲ زره ۱۲۴ ډالره وپلورل شو.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button