اصغر ستانکزی د افغان کرېکټ لوبډلې نوی کپتان وټاکل شو

عزم/ نن د افغان کرېکټ بورډ د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره اصغر ستانکزی نوی لوبډلمشر او جاويد احمدي مرستیال اعلان کړل .

اصغرستانکزی ځوان افغان بېټسمين اوښه تجربه لري چې په نړيوالو سیاليو کې ښه ځلېدلی، اصغر ستانکزی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان په استازيتوب په نړيوالو سیالیو کې ولوبیده چې د کرېکټ ملي لوبډله ته يي ځانته لاره اواره کړه .

دغه راز ستانکزي یوازې دوې وېکټې اخیستې دي ، ۴۳ یو ورځنیو سیالیو کې لوبېدلی د ۵۰ اورونو لوبو کې يي د منډو اوسط ۲۴،۴۳ او د ۲۰ اورونو اوسط يي ۱۹،۹۰ وي .

دغه پرېکړه له دې امله وشوه چې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغان کرېکټ ټيم کپتان محمد نبي عیسی خېل له خپلې دندې استعفی وکړه .

نن د افغان کرېکټ بورډ اجراييوي رئیس شفیق الله ستانکزي نن د کرېکټ بورډ له لورې جوړه شوې غونډې ته د پخواني لوبډلمشر محمدنبي عیسی خېل لاسته راوړنې وستايلې، زیاته يي کړه چې د عیسی خېل د استعفی وجه د نوموړي په مهارتونو باندې د مسؤلیت منفي اغېزه وه او ويي ویل چې نوموړی به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کې د یوه تکړه لوبغاړي په توګه په لوبډله کې لوبېږي .

د افغان کرېکټ د ټاکنو کمېټې مشر دولت احمدزي د کرېکټ نړیوال انټرکانټيننټل څلورورځنۍ سیالیۍارښتناکه وبللې اودغو سیالیو ته يي د چمتو والی په هکله خبرې وکړې ، او د دغو سیالیو لپاره ټاکل شوي لوبډلې نوم لړ يي هم اعلان کړ.

بېټسمينان :

اصغر ستانکزی، نوروز منګل، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدران، ناصر جمال، محب الله اوریا خیل، شبیر نوري،

الرونډران:

محمد نبي، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف

توپ اچونکي:

عزت الله دولت زی، فرید ملک، یامین احمدزی، دولت ځدران، حمزه هوتک، شرف الدین شرف

وېکټ ساتونکي:

افسر خان ځاځی، شهزاد محمدي.

حماس افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button