اسلامي امارت د امریکا د دفاع وزارت هغه خبر رد کړ چې ګواکې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی

عزم(یکشنبه، غوایي درېیمه، ۱۴۰۲): د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د امریکا متحده ایالاتو هغه خبر رد کړی چې له مخې یې افغانستان د ترهکرۍ د یوه مرکز په توګه پکې معرفي شوی و.
ښاغلي مجاهد ویلي چې موږد امریکا هغه اعلامیه په کلکو ټکو غندو چې پکې افغانستان د ترهګرو مرکز یاد شوی. مجاهد ویلي چې افغانستان وسمهال د سیمې په کچه یو له سوله ییزو او باامنه هیوادونو شمېرل کیږي چې سږنی کوچنی اختر یې یوه ښه بېلګه ده. نوموړي وویل چې د اختر په ټولو ورځو کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
هغه همداشان وویل چې اسلامي امارت له نړۍ سره په ډيپلوماټیک او سیاسي ډګر کې هم د تعامل په حال کې دی او د هرې ورځې په تېرېدو یې له نړۍ سره اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.
هغه وویل چې په داسې حساس وخت کې بې ځایه ادعاوې او آوازې خپرول د هغو کړیو کار دی چې پر افغانانو یې ښه حالت نه لوریږي. نوموړي وړاندې زیاته کړې چې اسلامي امارت په ټول هیواد بشپړ کنټرول لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره دې د نورو هیوادونو پر وړاندې وکاروي.
مجاهد وویل چې په افغانستان کې هېڅ ډله نشته چې د امنیت د اخلال سبب شي. داعش خوارج هم سخته ځپل شوي او د له منځه تلو په حالت کې دي.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د شته امن او ثبات خبره نه کیږي او نه هم امریکا د افغانستان مثبت پیغام او انځور نورې نړۍ ته ښیي. دا ددې مانا لري چې په امریکا کې لا هم خودعرضې کړۍ شته چې لا د افغانانو له دوښمنۍ نه دي لاس په سر شوي.