رویټرز: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په سوډان کې خپلو مېشتو اتباعو ته له سوډان څخه د وتلو امر کړی دی

عزم(یکشنبه، غوایي درېیمه، ۱۴۰۲): روېټرز خبر ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بایډن خپلو اتباعو ته امر کړی دی چې ژر تر ژره دې له سوډان څخه ووځي. په اعلامیه کې راغلي چې د دې شخړو د پیل راهیسې سلگونه ملکیانو ته مرگ ژوبله رامنځته شوې ده.
بایډن وړاندې ویلي چې د خپل مېشت پوځ په مرسته یې د امریکا د سفارت ټول ډيپلوماټان او نور کارکوونکي ایستلي او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.
د مالوماتو له مخې چې د سوډانو اتباعو او نورو بهرنیانو تخلیه د سره سمندرګي له لارې جریان لري او شوني ښکاري چې په لنډ وخت کې به ګڼ شمېر وګړي له سوډان هیواد څخه کډوال شي.
دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش پر ټویټر لیکلي، چې په سوډان کې د بشري فعالیتونو ترسره کول سخت شوي دي او ډيری د بشري فعالیتونو اړوند ځایونو باندې بریدونه شوي او یا هم چور شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په سوډان کې د د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د ملشه ځواک محمد حمدان دقلو ترمنځ سختې کورنۍ جګړې روانې دي چې تر اوسه پکې سلګونو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دواړه لوري یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو او د پلازمېنې خرطوم د ستراتیژیکو سیمو د نیولو خبر ورکړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button