د کډوالو چارو وزارت: د اسلام کلا له لارې شاوخوا دوه زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شول

عزم( سه شنبه، د غبرګولي دویمه، ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د هرات ولايت د اسلام کلا له لارې له ايران څخه ۲۳۴۸ تنه افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.
د اسلام کلا د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو کډوالو له ډلې ۶۰۱ تنه د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شوي دي.
ویل کیږي چې په دې وروستیو کې ایراني پولیس افغان کډوال نه پرېږدي چې په یاد هیواد کې ناقانونه استوګنه وکړي. یوازي پروسږ کال ایراني پولیسو لسګونه زره افغان کډوال له خپل هیواد څخه ویستي او افغانستان ته یې پر تګ مجبوره کړي.
ډېری وخت راستانه شوي افغان کډوال د ایراني پولیسو له ناسم چلن سر ټکوي.