د میټا څښتن: تر دې وروسته د وټساپ کاروونکي خپل پیغامونه ایډېټ کولی شي

 د میټا څښتن پرون دوشنبه په یوه خبر کې ومنله چې د وټساپ کاروونکو ته یې د خپلو پیغامونو د بیاځلې ايډېټ زمینه مساعده کړې ده. نوموړي وویل چې تر دې وروسته به هرڅوک کولی شي خپل مسج په ۱۵ دقیقو کې بیاځلې وګوري او ایډېټ یې کړي.
میټا ویلي چې ټول کاروونکي به په راتلونکو اونیو کې له دې اپشن څخه ګټه واخیستلی شي.
هغه وړندې ویلي: (( تر دې وروسته مو چې کوم پیغام استاوه او کومه تېروتنه مو پکې لیده او یا مو غوښتل خپل اند بدل کړئ؛ نو تاسو به ۱۵ دقیقې وخت لرئ چې یاد ه چاره ترسره کړئ.
د وټساپ په یادښت دړه کې د سمونې یو اپشن ور زیاتوو. کارکوونکي کولی شي په ډېره اسانه پر یاده تڼۍ کلیک وکړئ او خپله سمونه ترسره کړي.))
وټساپ په ټوله نړۍ کې د اړیک نیونې تر ټولو غوره اپلکېشن دی چې نږدې دوه میلیاره فعال کاروونکي لري. ویل کيږي چې د وټساپ ډېری کاروونکي د یاد اپشن زیاتونې ته له زیاته وخته په تمه وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button