شهید امیر المؤمنین؛ د غیرت او شجاعت دنګ منار!

حمزه الیاس
له نن څخه پوره ۷ کاله مخکې په همدې ورځ د یویشتمي پیړۍ ستر جهادي شخصیت او پوځي سپه سالار د غیرت دنګ منار ژور استخباراتي، نظامي او سیاسي فکر لرونکی زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله شهادته د نړۍ د ستر زبر ځواک امریکا په مشرۍ په یو ستر بې رحمانه هوایي برید کي د شهادت لوړ مقام ته ورسېد
د شهید امیر المؤمنین شهادت یقینا ډېره سخته او نه تکراېدونکې غمېزه وه
او زړه ته تکان ورکونکې وه ، د شهید امیر المؤمنین تقبله الله شهادت یواځي افغانانو ته نه بلکې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ستره او نه تکرارېدونکې غمېزه ده
د نوموړي په شهادت سره اسلامي امارت له یو ستر سیاسي شخصیت څخه بې برخي سو خو له بله پلوه
یواځینی شهید چې په شهادت سره ټول اسلامي امت رابیدار سو او هغه مړانه ، غیرت ، شجاعت او ولوله چې له کلونو کلونو راهیسي دنړۍ کفارو د ځوان نسل له ذهنتونو څخه ایستلي وؤ را ژوندۍ کړل
امیر المؤمنین شهید تقبله الله یو داسي استخباراتي او پوه شخصیت وؤ
چې د مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله له وفات وروسته څه کم او یا څه زیات دوه کاله په مخفي توګه د امارت مشرتوب ترسره کړ.
د نړۍ ټولو قوي قوي استخباراتو او ټولو قوي ادارو ونه شو کړی، چي د امیر المؤمنین تقبله الله استخبارات یا راز افشاء کړي، چي د داسي مشرتوب په یویشتمي پیړۍ کې هیڅ څاري نه لیدل کیږي.
دا د شهید امیر المؤمنین تقبله الله پر سیاسي او استخباراتي پوهي د لالت کوي.
شهید امیر المؤمنین یواځینی رهبر ؤ چې په هغه سختو او کړېدلو حالاتو کي یې د افغانستان تقریبا ټولو علماء ، شیخانو او مخورو سپینږېرو ته لیکونو واستول تر څو د امارت په خیر او شر کې مشورې ورکړي او ټول افغانان یوموټي کړي چې دا امیر المؤمنین تقبله الله پر دیني پوهې دلالت کوي.
او د نظامي پوهي یې دا حد ؤ، چې کله د طالبانو په تېر تحریک کي خبیث جنرال مالک خپله تسلیمي ومنله او د طالبانو ورباندي باور راغی، خو خبیث جنرال مالک ورسره جفاء او خیانت وکړ
چې په دې سره مالک په زرګونو تنه طالبان په شهادت ورسول. په هغه وخت کي شهید امیر المؤمنین تقبله الله د مزاري په میدان هوایې کي ؤ، منصور صیب تقبله الله د مزاري له میدان څخه پر عمومي دروازه راووتی او د جنرال مالک په کمین کي وخوت.
شهید امیر المؤمنین تقبله الله خپله په هم هغه جګړه کي ډېر دښمنان د جهنم کندي ته ټېل وهل او خپله امیر المؤمنین تقبله الله په هم هغه جګړه کې زخمي سو او خپل ټول ملګري یې ددې ظالم له منګولو څخه خلاص کړل.
شهید امیر المؤمنینه!
ته لاړې خو لار دي پالل کیږي
زمونږ شهید رهبره! تا خو خپله فریضه په ډېره ښه توګه انجام کړه د امارت وحدت دي تأمین کړ ، د کفري یرغل پر وړاندي جهاد دي د فتحو پړاؤ ته ورساوه ، د داخلي او خارجي فتنو مخه دي ډب کړه ، د عزم او عمري عملیاتو ویاړونه دي د تاریخ پر شمله وټومبل.
د اسلامي امارت سیاسي استقلال دي ټولو ته په اثبات ورساوه.
او کله چي د مخلصو مجاهدینو، مستضعفو مؤمنانو ، یتیمانو او سر سپارلیو طالبانو دا کور په نظم او مدیریت سمبال او د فتحو په مسیر برابر کړ
نو بیا دي په هسکه غاړه د شهادت ویاړ هم د ځان او په وینو ګلکون د متعال رب د دیدار په طرف رانه لاړې.
نحسبه کذلک
انا لله وانا الیه راجعون
شهید امیر المؤمنینه!
تاته د دې ویاړ مبارکی درکوؤ او عزم کوو چې له تانه راپاتي امارت به په هم هغسي د اخلاص ، صداقت ، همت ، استقلال او د قربانۍ په روحیه پالو او د شهیدانو هیلي به تر منزله رسوؤ
شهید امیر المؤمنینه!
ستا استقامت ، فدا کاري او ویاړمن شهادت مونږ ته دا درس راکوي چې زمونږ عزیز دین او عالي داعیه له امیره نیولې د هر تن قربانۍ ته ضرورت لري
ددې دین لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، خلفاء راشدینو او د امت د لویو هستیو ویني پرې توی شوي دي
نو ځکه نو باید مونږ هم ځان له هیڅ رقم قربانیو دریغ نکړو.