د عامې روغتیا وزير: د پرمختللي او معیاري روغتیايي سیستم د رامنځته کولو لپاره کار کوو

عزم (سه شنبه، ۲/۳/۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي چې د یو پرمختللي او معیاري روغتیايي سیستم جوړولو لپاره کار کوي.
نوموړي دا خبرې تېره ورځ د روغتیايي پروژو له تمویلونکو سره د وېډيو کنفرانس پر مهال وکړې.
په یاد کنفرانس له عامې روغتیا وزارت سره په ګډې همکارۍ، مثبتو او نېکو اړیکو او د ثابت او پرمختللي روغتیايي سیستم پر رامنځته کولو بحث وشو.
د خبر پر مهال د عامې روغتیا وزیر پر اوږدمهاله او اغېزمنو روغتیايي پروژو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې: موږ په روغتیايي سکتور کې په ډېر کم وخت، کم ملاتړ او لږې بودیجې ډېر اغېزمن کارونه ترسره کړي.
نوموړي څرګنده کړه: «موږ په ساحه کې یو، د خلکو په اړتیاوو او ستونزو پوهېږو، روغتیايي سکتور کې مو تر ډېره اساسي ستونزې حل کړي او د پلان له مخې د پرمختللي او معیاري روغتیايي سیستم د رامنځته کولو لپاره کار کوو.»
بل لور ته د روغتیايي پروژو تمویلونکو د عامې روغتیا وزیر ته د دوامداره ملاتړ او ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button