د سوري شیرشاه د ۴۷۸م تلین په مناسبت

نن د ۲۰۲۳ زیږدیز/میلادي کال د می میاشتې ۲۲مه نېټه د هندوستان د پښتون واکمن سلطان العادل شېرشاه سوري (۴۷۸) تلین دی.
په هندوستان کې د پښتنو سوريانو د واکمنۍ بنسټ ايښودونکی فريد خان و چې وروسته په شیرشاه سوري مشهور شو ځکه چې د زمري سره په يوازې سر وجنګيد او زمری يې مړ کړ نو ځکه د شير خان لقب ورکړل شو او کله چې د هندوستان واکمن شو نو بيا يې د شیرشاه سوري لقب غوره کړ٠ شير شاه د حسن خان سوري زوی او د ابراهيم خان سوري لمسی دی٠
په هندوستان کې د پښتون واکمن سلطان بهلول لودي په وخت کې ډېر شمیر پښتانه د روه له سيمې نه هندوستان ته راغلل، ځکه دغه پښتون واکمن د روه يا د افغانستان پښتنو ته يو فرمان ليکلی و چې که هر پښتون هندوستان ته ورشي نو دی به منصبونه، خلعتونه او جاګيرونه او په خپل پوځ کې به لوړ لوړ منصبونه ورکوي٠ هماغه و چې د بهلول لودي له دغه فرمان سره سم د فريد خان يا شير شاه سوري نیکه ابراهيم سوري د خپل زوی حسن خان سوري سره يو ځای د بهلول لودي په واکمنۍ کې د منصبونو تر لاسه کولو لپاره هندوستان ته لاړل او څه موده يې د حصار فيروزه په کلا کې تیره کړه. دغه سيمه اوس يوازې د حصار په نامه ياديږي (۱) چې د شمالي هند د هريانا ايالت يوه ولسوالي ده. هريانا نن ورځ د شمالي هندوستان يو ايالت دی چې د پنجاب، ډيلي، راجستهان، اتهر کهنډ، هيماچل پرديش او اتهرا پرديش ايالتونو سره ګډه پوله لري٠
سوري شير شاه په ١٤۸۶ زیږدیز کال کې په حصار فيروزه کې چې د هند د هريانا په ايالت کې موقعيت لري دې نړۍ ته سترګې پرانيستې او پلار يې فرېد خان نوم پرې کیښود٠ د هند د پښتون واکمن بهلول لودي د واکمنۍ په وخت کې کله چې جمال خان ته د جونپور حکومت لاس ته ورغی نو هغه د فريد خان پلار حسن سوري ته د خواص پور او ټانډه سيمې د جاګير په ډول ورکړې او د پنځه سوه ژوبله ورو او جنګياليو میړو مشر يې وټاکه٠
فريد خان وروسته بيا اګرې ته لاړ او هلته دولت خان لودي ته چې په هغه وخت کې د سلطان ابراهيم لودي د سترو امراوو نه و؛ ورغی٠ دولت خان لودي نوموړی سلطان ابراهيم ته ور وپیژاند او کله چې د فريدخان پلار حسن سوري مړ شو نو فريد خان ته د خپل پلار د جاګير فرمان ورکړل شو٠ کله چې لودي سلطان ابراهيم د مغولي بابر له لاسه د پاني پت په جګړه کې ووژل شو او پهاړ خان لواڼی چې د لودي سلطان ابراهيم له خوا د بيهار ايالت صوبه دار و، خپلسری او ياغی شوی او خپل ځان ته يې د سلطان محمد لقب غوره کړی و نو فريد خان هغه ته ورغی او د هغه له خوا منصب ورکړل شو٠ يوه ورځ فريد خان له سلطان محمد سره يو ځای ښکار ته لاړل چې ناببره يو زمری را ښکاره شو٠ فريد له زمري سره مقابله وکړه او پخپله توره يې هغه وواژه٠ سلطان محمد د ده د زړورتوب نه ډېر خوشاله او ده ته يې د شير خان لقب ورکړ او سلطان محمد ورځ په ورځ د ده موقف لوړاوه څو چې يې د خپل زوی جلال خان استاد وټا که٠ شيرخان وروسته خپل ځواک ډېر کړ او د پښتنو په مرسته يې مغولي واکمن همايون مات کړ٠ همايون ايران ته وتښتيد او شيرشاه د هندوستان واکمن شو او د حضرت اعلی لقب يې غوره کړ٠
شير شاه په هندوستان کې د پښتنو د يوې داسې پياوړي واکمنۍ بنسټ کیښود چې نه یوازې موږ پښتانه بلکې د هندوستان تاريخ پرې وياړي او د ده تلپاتي خدمتونه يادوي٠ د شير شاه له مهمو کارونو نه يو دا و چې د بنګال د سونارګاون نه يې تر افغانستانه پورې سړک جوړ کړ چې (ګرینډ ټرنک روډ) یې بولي او د سړک دواړو غاړو ته يې ونې کښينولې څو مساپران ځانونه د ګرمۍ نه خوندي کړي٠ همداراز يې په لارو کې کاروان سرايونه او جوماتونه جوړ کړل او څاه ګانې يې وکيندلې چې مساپران ترې ګټه واخلي٠ د شيرشاه بل مهم کار دا و چې د پوست او ډاګ سيستم يې په داسې ډول تنظيم کړ چې ډېر چټک او ګړ ندی و، ان نن ورځ هم هنديان په دې معتقد دي چې د شير شاه د ډاګ او پوست سيستم یو ډیر غوره سیسټم و. شير شاه په هند کې د ځمکو داسې اصلاحات رامينځ ته کړل چې د ده د ځمکې د اصلاحاتو سيستم نه اوس هم ګټه اخيستل کيږي٠ شير شاه په هندوستان کې تقريبا شپږ کلونه په ډېر عدل او انصاف سره واکمني وکړه چې د ده عصر د هند په تاريخ کې يو طلايي عصر ګڼل کيږي٠ په پای کې د ٩٥٢ لیږدیز کال د ربيع الاول مياشتي په دولسمه نیټه د کالنجر کلا د نيولو په وخت کې د باروتو د اور له کبله ټپي او بيا وروسته مړ شو او د هندوستان د بيهار ايالت په سهسرام کې ښخ شو٠ د ده زيارت ته اوس هم ګڼ شمير خلک ورځي او د دغه عادل واکمن روح ته د عقيدت نذرانې ډالۍ کوي٠ د شيرشاه تر مړينې وروسته يې زوی سليم شاه پاچا شو چې بيا وروسته يې دولس کلن زوی فيروز خان ته واکمني په لاس ورغله، خو نوموړی د نظام خان د زوی مبارز خان له خوا چې د سوري شير شاه وراره و ووژل شو او نوموړي دمحمدشاه عدلي يا محمد شاه سوري په نامه ځواک تر لاسه کړ٠ تر هغه وروسته د دغې کورنۍ نور واکمنان لکه ابراهيم شاه سوري، سکندرشاه سوري او عادل شاه سوري په هند کې واکمني چلولې ده٠ (۲)
د شير شاه د زمانې مشهور کسان چې د سوريانو په قبيلې پورې يې اړه درلوده:
احمد خان سوري چې د شير شاه ميرنی ورور و، قطب خان سوري، بر مزيد خان سوري او کمال خان سوري چې د شيرشاه د واکمنۍ ستر اميران ول، جلال خان سوري، سکندر خان سوري، سيد خان سوري، غازي خان سوري، مبارک خان سوري، فتح خان سوري، محمد خان سوري، نظام خان سوري، مبارز خان سوري، مدا سوري د شير شاه ميرنی ورور(۳)

ماخذونه:
۱- تاریخ حیات افغاني،۳۰۴ مخ. د پېښور چاپ
۲- داودي تاریخ، د عبدالله لېکنه. د ډاکټر لطیف یاد ژباړه. د افغانستان د علومو اکاډمي،۱۶۰-۱۹۳ مخونه.
۳- احمد يادګار، تاريخ شاهي، دبينګال ايشيا ټيک سوسائټي، د اسما ءالرجال فهرست، ٤٠٩-٤٤٦ مخونه. کلکته، هندوستان.

لیکنه: ډاکټر لطیف یاد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button