هیڅ کوم پيغور يې پرېنښود بلکې د امارت دريځ او اهداف يې عیان کړل

رسنۍ د طاغوت په امر د ملا صيب د وفات اعلان ته څکې پاتې وې او امارتي صف کې درز پيدا کېدا ته يې کافي مواد چمتو کړي ول ، هغه غمجن خبر هم د انساني نړۍ تر غوږونو ورسيد شيطانو رسنيو خپل عادت وکړ خو د انساني ټولنې تاريخي عادت چې د حکومت،ټولي يا تنظيم بنياد ګزار په رحلت پاتې ميراثونه محوه او يا پرې د ميراث خواړو يې جنجالونه/اختلافات د يو بل په وژلو تمام شوي ، دوست او دوښمن هم امارت ته له همدې زاويې کتل ، دوستان که له يوه لور د امت د ستر محسن فراق دردول له بل لور دې ته هم خواشيني ول چې آیا دا خلاء به ډکه شي؟ او که به د نورو په برخليک اخته شو؟ خو تللي محسن رهبري شورا له با نزاکته ، له حالاتو با خبره ، نازکو حالاتو سره د مقابلې ، سالمو پرېکړو او ټاکنو کولو اشخاص ټاکلي ول ، يو داسې انتخاب يې وکړ چې تر ډېره دوستان پرې راټول ، د دوښمنانو تبليغات مخه ډب او صف له پاشل کېدا په امان شو

هغه انتخاب سعيد شهداء اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) وو، منصورصيب که څه هم انځوريز فعاليت نه وو خو د ميدان هوايي له دندې بيا د امارت تر رهبرۍ شخصيت يې کامل سپين ، کارنامې يې بې شمېره او د احساناتو پوره وړي يې يو ، منصور صيب په ډېره مدبرانه توګه حالات کنټرول ، په صف کې تر ډېره نظري اختلافات ختم او معنويات يې بر قرار وساتل ، امارتي ادارو ته يې لایحې جوړې کړې ، د عمر په فراق غمجن صف يې د کندوز په فتحه کولو خوښ راتلونکي ته يې هیله مند او په دې يې متيقن کړ چې بريا دې مونږ ده ، که څه هم د دوښمن د استخباراتو سترګې ورپسې څلور وې خو صف يې ويښ ساته د مخابرې له لارې ورته لارښونې ، خپله د ولایاتو سفرونه يې د څارګرې او ويښې رهبرۍ ښودنه ده

منصور صيب تنها نظامي ډګر نه سياسي او فرهنګي ډګر په مدبرانه هڅو او سالم مديرت رهبري کړ اړتيا دې ډګرو ته چې څومره احساس کېدله ګران رهبر حق يې په هماغه پيمانه ور اداء کاوه ، په سياسي ديپلوماسۍ کې په دا پيمانه ماهر وو او له نړۍ سره اړيکو پيدا کېدا ته دومر لېوال وو چې ځينې ګاونډيو هېوادو ته د رسمي مرجعو په قول خپله د امارت د نماينده په حيث سفرونه کول نوموړي اړتيا احساسه وله که څه هم ژوند يې په خطر کې وو خو زما په آند د نوموړي يقين وو چې زما دا منډې به ثمر راوړي خو زما شهادت به په صف په هغې پيمانه منفي اغيز ونه کړي چې دوښمن يې انګیرنه کړې شايد پاتې صف ته يې دا تلقينوله چې مونږ تر خپله وسه پورته د مسؤلیت/ په آداء کېدا مکلف يو نه دا چې خپل ځان راته مهم ښکاره شي ، رهبر د شهادت جام نوش کړ خو د پېغور يې هېڅ پرېنښودل بلکې دوست او دوښمن ته يې د امارت روښانه دريځ او سپڅلي اهداف عیان کړل.

لیکنه: احمد منصور

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button