د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د روسیې سفر ډير ګټور او له لاسته راوړنو ډک و
عزم (سه شنبه، ۲/۳/۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم نور الدین عزیزي وایي، چې روسیې او د سیمې نورو هېوادونو ته یې وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک و.
نوموړي دا خبرې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره په کتنه کړې وکړې او هغه سره یې د سفر لاسته راوړنې شریکې کړې.
ده وویل: په هېواد کې د برېښنا پر تولید، د کانونو استخراج، د نفتي موادو او خوراکي توکو را واردولو، سیمه ییز اتصال او د ترانزیټ په اړه څو مهمې ناستې وشوې چې پایلې یې د افغانستان په ګټه وې.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه: د لیدنو او ناستو پر مهال د سیمې هېوادونو په ښوونیزه او تحصیلي برخه کې هم له اسلامي امارت سره د همکارۍ ټټر وواهه.
نوموړي همداراز وویل، چې: په دې سفر کې افغان پلاوي د تاتارستان له ولسمشر سره هم وکتل.
بل لور ته د ریاست الوزراء کفیل مولوي عبدالکبیر وویل: له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د ټولو لوریو په ګټه دي.
نوموړي زیاته کړه: د نفتي او لومړنیو توکو په برخه کې د سیمې هېوادونه د افغانستان لپاره ښه انتخاب دی او دې برخې ته به پام وشي.