ریلیف وېب: د روغتیا نړیواله اداره د افغانستان لپاره مرستو ته اړ ده

عزم (سه شنبه، ۲/۳/۱۴۰۲): په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وایي: افغانستان کې  له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۷۰ میلیون ډالرو ته ضرورت دی. ریلیف وېبپاڼې هم په دې اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) او د روغتیا نړیوالې ادارې وروستیو اندېښنو ته پام اړولی.

ویبپاڼې په خپل یو مطلب کې د اوچا وروستي ټویټ ته په اشارې لیکلي: په ۲۰۲۳ کال کې له اړو افغانانو سره د عمومي خوندیتوب، د ماشومانو روزنې، ماین پاکۍ او تشدد سره د مبارزې برخو کې میلیونونه ډالر اړتیا لیدل کیږي.

مطلب زیاتوي چې د روغتیا نړیواله اداره هم د افغانستان لپاره له مرستندویه هېوادونو څخه د کومکونو هیله لري.

هغو هېوادونو چې د یاد سازمان له لوري یې ملاتړ کیږي په خپلو مرکزونو کې له نیږدې ۵۸۸ زرو افغانانو سره په روغتیايي برهخ کې مرسته کړې او یوازې تېره اپریل میاشت کې یې شاوخوا ۳۵ ټنه طبي او غیر طبي وسایل ویشلي دي.

دغه وسایل په ۳۴ ولایتونو کې ۱۶۷ مرکزونو ته ورکړل شوي چې څه دپاسه یو نیم میلیون انسانان ترې ګټه اخلي.

خو ریلیف ویبپاڼه په مطلب کې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان اټکل هم را اخیستی او لیکلي یې دي چې ډبلیو ایچ او به د روان کال تر دسمبر میاشتې پورې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ۲۰۵ مرکزونو لپاره د پیسو له زیات کمښت سره مخ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button