طالبان: د کندوز چهاردره ولسوالي لاهم ددوی تر کانترول لاندي ده
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان حکومتي ځواکونو له لوري د کندوز ولایت د چهاردري ولسوالۍ بیرته نیول هیڅ حقیقت نلري، نوموړۍ زیاتوي چې دا دحکومتي چارواکو پروپاګند دی او غواړي په دې ډول د خپلو سرتیرو مورال لوړ وساتي.
تر دې مخکي د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د افغان پوځ ویاندانو او د کندوز والي عمر ساپي نن ګهیځ وختي د چهاردرې ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان دولت مخالفین د چهاردرې ولسوالۍ څخه بیرته ایستل شوي او اوس مهال ولسوالي د افغان ځواکونو تر کانترول لاندي ده.
همدارنګه نن سه شنبه د کندوز والي عمرساپي رسنیو ته وویل چې د چهاردري ولسوالي دوی بیرته نیولي او هغه پوځي وسایط چې طالبانو ددوی څخه نیولي وه د افغان ځواکونو په هوایې بریدونو کې له منځه تللي دي.
عبدالله مدثر